دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۶:۱۰
دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه


۵ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري په مشرۍ او د یاد وزارت، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدار اعظم او دکرنې وزارت دمرکزي رییسانو په حضور کې دکرنې وزارت اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیرمولوی عطاء الله عمري ددې وزارت له رییسانو سره تر پېژندګولي وروسته؛ بزګران اومالداران د افغانستان د خلکو د بریالیتوب اصلي لاملونه وبلل او ویې ویل، چې دکرنې وزارت د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ د چتر حیثیت لري؛ هغه وویل: «دکرنې وزارت د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ چتر دی، خو په وروستیو ۴۵ کالو کې بزګرانو او مالدارانو ته هیڅ ډول کار ترسره شوی نه دی؛ خو اوس ددې فرصت برابره شوې ده، چې موږ د دوی لپاره د حقیقي ملاتړ کوونکو په څېر کار و کړو، که درمل نه لري ورته درمل چمتوکړو، که اوبو نه لري د اوبو زمینه ورته وبرابره کړو او په همدې توګه نورې اسانتیاوې.»
ښاغلی عمري دغه راز دکرنې وزارت له کارکوونکو وغوښتل، چې له خپل علم څخه دکرنې وزارت د پرمختګ په پرخه کې کار واخلي: «زه ستاسو د ورور په شان له تاسو سره یم؛ راځئ له خپل علمیت څخه ګټه پورته کړئ، اوس ددې فرصت رارسېدلی دی، چې له مسلکي اشخاصو څخه کار واخلو او انشاالله هر ډول هلې ځلې چې وکړو نتیجه ورکوي.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم، کرنه د هېواد د اقتصاد د پرمختګ یوازنۍ لامل وباله او د کرنې د پراختیا په برخه کې پر هلو ځلو ټینګار وکړ.
مولوی عطاء الله عمري د امیر المؤمنین د فرمان پر اساس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د سرپرست وزیر په توګه ګمارل شوی دی؛ دا لومړنۍ اداري غونډه ده، چې د ښاغلي عمري ترمشرۍ لاندې دائرېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت