دکرنې او مالدارۍ مرستیال اکشن‌اېډ مؤسسې مشرتابه پلاوي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۳۴
دکرنې او مالدارۍ مرستیال اکشن‌اېډ مؤسسې مشرتابه پلاوي سره وکتل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د اکشن‌اېډ مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې، کریستوفر ویلیام کېندر د اکشن‌اېډ مؤسسې رییس، روبین جېمز سنکلیېر ټایلر، مارک راینر بوډین، نایجل ډېوېډ پوول د یادې مؤسسې د غړو په توګه، چارلس ډېوې د افغانستان لپاره د افغان اېډ عمومي رییس، عبدالرحمن طارق د پروګرامونو د تطبیق او کیفیت رییس او د کرنې وزارت سلاکاران حاضر وو.
د اکشن‌اېډ مؤسسې رییس د افغانستان د سفر او په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې مؤسسې د فعالیتونو د ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې وزارت له همکاريو یې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه د دې دفتر د دوامدارو همکاریو پر ژمنې او د نړۍوالو مرستو پر جلب ټینګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې د «جي.آی.زید» دفتر د فعالیتونو د پیل په اړه یې هم معلومات ورکړل.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغان ولس پر اړتیاوو لکه د چکډېمونو او د اوبو لګولو کانالونو په جوړولو، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ پر وړاندې مبارزه، د ځنګلونو ساتنه، څېړنې او ترویج، او کروندګرو او مالدارانو ته د تخمونو، سرو وېش او بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې خبرې وکړې او د دې چارو په اړه یې د لا زیاتو همکاریو او پاملرنې غوښتنه وکړه.


دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه اکشن‌اید
۲۹ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با هیئت رهبری موسسه اکشن‌اید دیدار کرد.
در این دیدار، کریستوفر ویلیام کیندر رئیس موسسه اکشن‌اید، روبین جیمز سنکلییر تایلر، مارک راینر بودین، نایجل دیوید پوول به عنوان اعضای این موسسه، چارلس دیوی رئیس عمومی موسسه افغان اید در افغانستان، عبدالرحمن طارق رئیس تطبیق و کیفیت برنامه‌ها و مشاوران وزارت زراعت حضور داشتند.
رئیس موسسه اکشن‌اید در سخنانش پیرامون سفر به افغانستان و ارزیابی فعالیت‌های این موسسه در ولایات مختلف کشور معلومات ارائه کرده و از همکاری‌های وزارت زراعت قدردانی نمود. وی همچنان بر تعهد همکاری‌های دوامدار این دفتر و جلب کمک‌های بین‌المللی تأکید کرد و از آغاز فعالیت دفتر (GIZ) در آینده نزدیک نیز معلومات داد.
در ادامه، معین زراعت و مالداری بر نیازمندی‌های مردم افغانستان در بخش اعمار چکدم‌ها و کانال‌های آبیاری، مبارزه با تغییر اقلیم و خشک‌سالی، حفاظت از جنگلات، تحقیق و ترویج، و کمک به دهقانان و مالداران در زمینه توزیع تخم، کود و تطبیق پروژه‌های بنیادی صحبت کرده و خواستار توجه و همکاری بیشتر در این زمینه‌ها شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې سږ کال د جلغوزیو ځنګلونو څخه څه باندې ٩٠ متریک ټنه جلغوزې ترلاسه شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزیو خنګلونو څخه ٩٠.٣ مټریک تنه خالص جلغوزې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت