دکابل سروبي ولسوالی کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳
دکابل سروبي ولسوالی کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني او یوشمېر نورو سیمه چارواکو په شتون کې دکابل د سروبي په ولسوالی کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د کابل دکرنې رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقانۍ د نیالګیو اېښودلو او خوندیتوب پر ارزښت او د شرعي، اخلاقي او چاپېریال ساتنې له نظره د نیالګیو په اېښودلو او خوندیتوب کې د خلکو پر مسوولیتونو خبرې وکړي.
ښاغلی حقاني وویل: «زموږ ډېری هېوادوال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابروي، نو اړینه خبره ده، چې د هېواد د سمسورتیا او زرغونتیا په پار نیالګي کېښودل شي.»
ښاغلی حقاني وویل، چې د نیالګیو اېښودل جاریه صدقه ده، او هر کس مکلف دی، چې باید نیالګي کېنوي، او په ساتنه کې یې هلې ځلې وکړي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا هر کال د کب په میاشت کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین پیلېږي، چې په ترڅ کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست سږکال هم څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید کړی دی او ترڅنګ یې د قوریه لرونکو ټولنې او مؤسسې هم څه باندې ۳۲ میلیونه نیالګي تولید کړي دي او ټآکل شوې ده، چې په ۱۴۰۲ یم کال کې به کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت