دپالم ونې د ترویج په برخه کې د ۱ میلیارد او ۵۰ میلیونه افغانیو د پانګونې طرحه وارزول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۵۳
دپالم ونې د ترویج په برخه کې د ۱ میلیارد او ۵۰ میلیونه افغانیو د پانګونې طرحه وارزول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو په عمومي ریاست کې د پالم ونې د ترویج په موخه د فجر میهن شرکت د یو میلیارد او ۵۰ میلیونو افغانیو د پانګونې طرحې د بیا کتنې په موخه تخنیکي غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د فجر میهن شرکت لخوا د وړاندې شوي طرحې په اړه هراړخیزې خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه او د یاد طرحې تخنیکي اړخونه د کرنې وزارت د کارپوهانو له خوا وړاندې شول.
د پالم ونه، چې بل نوم یې بادبزني دی، چې شنه ځای ته خورا ښکلی او زړه راښکونکی تاثیر ورکوي او پاڼي یې د ګلونو په ترتیب کې د آرائشي پاڼو په توګه کارول کېږي.
ياد شرکت غواړي، چې د دې ونې د ترويج په برخه کې پانګونه وکړي تر څو له دې ونې څخه نباتي غوړي توليد کړي.
دا غونډه د هغې غونډې پر بنسټ چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیالۍ د پانګونې په کمیسیون کې جوړه شوې وه، په هغې کې د فجر میهن شرکت د پالم ونې په برخه کې د ۱ میلیارد ۵۰ میلیونه افغانیو د پانګونې طرحه وړاندې کړه، چې پر اساس یې یاده موضوع د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د پانګونې کمیسیون کې ددې وزارت استازی حشمت الله شهراني ته وړاندې او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې تخنیکي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د ځنګلونو د تنظیم رییس محمد امان امان یار، د څړځایونو د تنظیم رییس سید خالد صاحبزاده، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی، د وزارت د مقام سلاکار او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ پانګونې کمیسیون کې د کرنې وزارت استازی حشمت الله شهراني، د فجر میهن شرکت رییس عبدالقادر مراد او دکرنې وزارت د بېلابېلو ریاستونو او یو شمېر استازو ګډون کړی وو.

طرح سرمایه‌گذاری ۱ میلیاردو ۵۰ میلیون افغانی در بخش ترویج درخت پالم ارزیابی شد
جلسه تخنیکی در ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی طرح سرمایه گذاری مبلغ  یک میلیارد و ۵۰ میلیون افغانی شرکت فجر میهن در بخش ترویج درخت پالم برگزار شد.
در این جلسه پیرامون طرح اراییه شده از سوی شرکت فجر میهن به گونه همه جانبه بحث و تبادل نظر صورت گرفت و از سوی متخصصین وزارت زراعت جوانب تخنیکی طرح متذکره اراییه شد.
درخت پالم با نام دیگر درخت بادبزنی است که جلوه ی بسیار زیبا و جذابی به فضای سبز می بخشد و برگ های آن به عنوان برگ تزئینی در گل آرایی مورد استفاده قرار می گیرد. 
شرکت متذکره می خواهد که به منظور تولید روغن نباتی از درخت پالم بالای این ترویج این درخت سرمایه گذاری نماید.
این جلسه به اساس جلسه‌ای که در کمیسون سرمایه گذاری معاونیت اقتصادی ریاست الوزار امارت اسلامی افغانستان برگزار شده بود که در آن شرکت فجر میهن طرح خود را مبنی بر سرمایه گذاری یک میلیارد ۵۰ میلیون افغانی بالای درختی به نام پالم اراییه کرد که براساس آن موضوع به حشمت الله شهرانی نماینده  این وزارت در کمیسون سرمایه گذاری معاونیت اقتصادی ریاست الوزارا  راجع و جلسه تخنیکی در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دایر شد.
این جلسه با حضور  مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی، محمد امان امانیار رئیس تنظیم جنگلات، سید خالد صاحب زاده رئیس تنظیم علفچرها، حمید الله احمدزی رئیس خاک شناسی، حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت و نماینده وزارت زراعت در کمیسیون سرمایه گذاری معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا، عبدالقادر مراد رئیس شرکت فجر میهن  و شماری از کارمندان ریاست‌های مختلف وزارت زراعت برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

بازگشت