دهلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د  چک‌ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۵
دهلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د  چک‌ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالی د غوري سیمې په شمالي برخه کې د اوبو د زېرمه کولو په موخه د یوه چک‌ډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
یاد چک‌ډېم د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کیارو مؤسسې له لوري جوړېږي، چې موخه یې د باراني اوبو مهار، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د اوبو ستونزې راکمـول دي.
د معلوماتو له مخې، دغه چک‌ډېم ۷۰ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره پلنوالی لري، ۱۸۰ سانتي‌متره په ځمکه کې ژوروالی او ۳۰۰ سانتي‌متره د ځمکې له سطحې پورته لوړوالی لري.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول چک‌ډېمونه د موسی کلا ولسوالی لپاره نوښت بلل کېږي او د اوبو د زېرمه کولو، د سیلابونو د مخنیوي او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مهمې ګټې لري.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي هڅه کوي، چې ورته چک‌ډېمونه به په راتلونکي کې د ولسوالی په نورو مناسبـو سیمو کې هم جوړ او د ګټې اخیستنې لپاره به ولس ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت