دهلمند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزلو قوریه کې دکمپوست جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۸
دهلمند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزلو قوریه کې دکمپوست جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، د بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د حيواني سرې څخه دخاورې قوي کولو په موخه د کمپوست جوړولو لړۍ پیل شوې ده.
کمپوسټ  یوه عضوي سره ده، چې په مصنوعي توګه د نباتي او حیواني بقایاوو له پاتې شونو څخه په ترکیبي ډول تر لاسه کېږي او بیا په کروندو کې د نباتاتو، ونو او بوټو د تقویه کولو په موخه کارولکېږي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د نیالګیو روزلو قوریه کې د بڼوالو لپاره باکیفیته اصلاح شوي نیالګي وروزي او بیا یې د کرنې په موخه د ځمکوالو په واک کې ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت