دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۱
دهلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام ددې ولایت د بهرامچې او سنګین ولسوالیو  د کرنیزو خدمتونو مدیریتونو لخوا د اړونده امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوي دي.
د چارواکو په خبره د بهرامچي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر اشخاصو لخوا  امارتي ځمکه کې برمې وهل کیدلې او بیا یاده ځمکه کرنې ته چمتو کېدل چې پر وخت د بهرامچې ولسوالی د کرنې او امنیتي مسؤلینو په همکارۍ په یادو سیمو کې د غصب مخه ونیول شوه او غاصبین اړونده عدلي او قضایي ادارو ته وپېژندل شول.
دغه راز دهلمند ولایت د کرنې ریاست لخوا د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو او اړونده امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د یادې ولسوالی په سلګونه جریبه طبیعي ځنګل کې د اور لګېدنې او غصب مخه هم نیول شوي دي. 
د یادې ولسوالی اړوند بارګزو دکلي په سیمه کې د یو شمېر اشخاصو  لخوا څخه ځنګل ته اور اچول شوی وو ترڅو وروسته تر سوځېدو یې ځمکه اباده او په کرنیزه ځمکه واړوي چې پر وخت یې د اور لګېدنې او غصب مخه ونیول شوه.
د یادې پېښې عاملین په سیمه کې تر نیول کېدو وروسته اړونده عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت