دهلمند بولان څېړنیز فارم کې په غنمو او اوربشو څېړنې روانې دي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۰:۱۷
دهلمند بولان څېړنیز فارم کې په غنمو او اوربشو څېړنې روانې دي 

۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو او وربشو ۱۲ سیټه ملي او نړۍوالو تجربو پلان (دتخمونو داصلاح ، اګرانومي او ناروغیو) په برخه کې بشپړ شوي دي.
همدارنګه په یاد فارم کې  د مورنیو تخمونو لاسته راوړلو په موخه  په ۴۶زره متره مربع ځمکه کې د څېړنو او ارزونو چارې ۸۰ سلنه سرته رسیدلي دي، چې په پایله که به یې ۱۶۰ زره او ۱۰۰  کیلو ګرامه د غنمو مورني تخم ترلاسه شي.
ددې ترڅنګ دلیګومي نباتاتو په برخه کې همدا مهال پنځه ډوله نخودو، درې ډوله عدس، څلور ډوله شړشم او د  زغرو د دریېو ډولونو ننداریزو قطعاتو او مورنیو تخمونو کرنه ترسره شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال د بولان څېړنیز فارم کې ګڼې نورې تجربې هم د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت