دمیدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۲۷
دمیدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد رحیم نعماني، د یاد ولایت د سیمه ییزو چاراکو له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د پېژندنې په یاده غونډه کې، د میدان وردګو ولایت ددفتر رییس حمیدالله شهیدخېل سربېره، د میدان وردګو ولایت د کرنې پخوانی رییس مولوی خان محمد حقمل، د ریاست کارمندانو او د ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د میدان وردګو ولایت د کرنې پخواني رییس مولوی خان محمد محقمل وویل، چې بدلون او تبدیل د یو دولت له اصولو څخه دی. نوموړي د میدان وردګو د کرنې ریاست د کارمندانو له ښې همکارۍ څخه مننه وکړه او نوي رییس ته یې په دغه ولایت کې د بریالي خدمت کولو دعا وکړه.
ورپسې د میدان وردګو ولایت د کرنې نوي ټاکل شوي رییس، مولوي محمد رحیم نعماني وویل، چې دنده یو دروند مسؤلیت دی او هڅه به کوي چې دغه مسؤلیت په ښه ډول ادا کړي. هغه زیاته کړه: «موږ د ولس خدمتګاران یو او خلکو ته به شفاف خدمات وړاندې کوو.» نوموړي د پخواني رییس کړنې هم وستایلې.
همدارنګه د میدان وردګو ولایت ددفتر رییس حمیدالله شهیدخېل د پخواني رییس د خدمتونو ستاینه وکړه، نوي رییس ته یې د ښه خدمت کولو توفیق وغوښت، او د ولایتي ادارې په استازولۍ یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.


رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری میدان وردک رسماً معرفی شد
۲۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی محمد رحیم نعمانی، رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک، از سوی مسئولان محلی این ولایت به کارمندان آن ریاست معرفی گردید.
در این مراسم معرفی، حمیدالله شهیدخیل رئیس دفتر ولایت میدان وردک، مولوی خان محمد حقمل رئیس پیشین زراعت این ولایت، کارمندان ریاست و مسئولان ادارات مختلف ولایت حضور داشتند.
در این نشست، مولوی خان محمد حقمل رئیس پیشین زراعت ولایت میدان وردک گفت که تغییر و تبدیل از اصول یک دولت است. وی از همکاری خوب کارمندان ریاست زراعت میدان وردک قدردانی کرده و برای رئیس جدید در انجام موفقانه وظایفش در این ولایت دعا نمود.
سپس مولوی محمد رحیم نعمانی رئیس تازه تعیین‌شده ریاست زراعت میدان وردک گفت که وظیفه یک مسئولیت سنگین است و تلاش خواهد کرد تا این مسئولیت را به‌گونه درست انجام دهد. او افزود: «ما خدمتگاران مردم هستیم و خدمات شفاف را به مردم ارائه خواهیم کرد.» وی همچنان از کارکردهای رئیس پیشین ستایش نمود.
همچنان حمیدالله شهیدخیل رئیس دفتر ولایت میدان وردک، از خدمات رئیس پیشین قدردانی کرده، برای رئیس جدید موفقیت در انجام وظایفش آرزو نمود و به نمایندگی از اداره ولایتی، اطمینان همکاری همه‌جانبه را ارائه کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۳۰
Background image

کندهار کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا په موخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ژړۍ ولسوالی د کرنې د ترویج مدیریت د تخنیکي ټیم په همکارۍ، یو شمېر بزګرانو ته د څاڅکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

بازگشت