دلوګر محمدآغې کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۱:۴۹
دلوګر محمدآغې کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د محمدآغې ولسوالی په ۴۸ بزګرانو د «DI» مؤسسې په مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۶۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۷۵کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوی دی.
ددغو مرستو ترڅنګ برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو د کښت او د کرکیلي په برخه کې لازمې لارښونې هم شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۵۱ څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

بازگشت