داسنادو او کارونو څارنې په موخه د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار کرنې رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴
داسنادو او کارونو څارنې په موخه د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار کرنې رییس سره وکتل

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د داخلي پلټنې (تفتیش) رییس مولوي محمد نصرت په مشرۍ پلاوي د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او نورو امرینو سره د اسنادو، کارونو او لازمو لارښونو په موخه وکتل.
ښاغلي محمد نصرت وویل، چې د کرنې وزارت په چوکات کې دداخلي پلټنې ریاست د کارونو اسنادو د څارنې مسؤلیت پر غاړه لري، نو په همدې موخه په هر ولایت کې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې او نورو پروژو څارنه کوي. نوموړي زیاته کړه ددوی په څارنه کې د مالي حساباتو، اراضۍ، عشر، زکات او نورو مربوطه برخو اسنادو څیړنه شامل دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د کارونو او اسنادو څېړنه په اداره کې د شفافیت او حساب ورکونې برخه پیاوړی کوی.
ښاغلی محسن راغلي پلاوي ته د اسنادو په برابرولو او نورو اړونده برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.


دیدار هیئت وزارت زراعت با رئیس زراعت ننگرهار به هدف بررسی اسناد و عملکردها
۱۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی از وزارت زراعت به ریاست مولوی محمد نصرت، رئیس تفتیش (داخلی پلټنې) وزارت، با مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت ننگرهار و شماری از رؤسا و آمرین این اداره دیدار کرد. هدف این نشست بررسی اسناد، ارزیابی کارها و ارائه رهنمودهای لازم بود.
مولوی محمد نصرت گفت که ریاست تفتیش وزارت زراعت مسؤولیت نظارت بر اسناد و اجراآت را در تشکیلات این وزارت بر عهده دارد و به همین منظور در تمام ولایت‌ها روند نظارت از بودجه انکشافی و سایر پروژه‌ها را انجام می‌دهد. او افزود که بررسی اسناد مالی، اراضی، عشر، زکات و دیگر بخش‌های مربوطه شامل این نظارت‌ها است.
مولوی محمد ولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، اظهار داشت که بررسی اسناد و عملکردها سبب تقویت شفافیت و حساب‌دهی در اداره می‌شود. او به هیئت وزارت اطمینان داد که در تهیه اسناد و سایر بخش‌های مربوطه همکاری کامل صورت خواهد گرفت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت