خوست کې پر ۲۲۰ کورنيو د وزو د وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۸:۵۲
خوست کې پر ۲۲۰ کورنيو د وزو د وېش لړۍ پيل شو

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د "TLO" مؤسسې په همکارۍ ددې ولايت د مرکز په ګډون د  صبری، باک، علیشر، موسی خېلو ولسوالۍ پر ۲۲۰ اړمنو کورنيو د شېدو ورکوونکو وزو د وېش لړۍ پيل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټوليز لګښت څلور ميليونه او ۲۲۴ افغانۍ ده چې د بېوزله کونډو او يتيمو کورنيو د اقتصادي ودې په پار پر دوی وزې وېشل کېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس مولوی محمدزمان عمري  په خپلو خبرو کې وویل چې ياده مؤسسه   د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مظلوم ولس لپاره مرستې او کومکونه کوی او یادې مرستې یې پدې وخت کې د کونډو او یتمانو لپاره د اقتصادي وضعیت لپاره يو ښه فرصت وبلل.
ښاغلی عمري له دغو مرستو برخمنو کسانو څخه وغوښتل چې دغه وزو څخه د خپلې کورنۍ اقتصادي پياوړتيا په پار ګټه پورته او نور نسل ترې زیات کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت