خوست کې له نباتي ناروغیو نمونې اخیستل کېږي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۶:۲۰
خوست کې له نباتي ناروغیو نمونې اخیستل کېږي


۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټي ساتنې امریت په پام کې لري چې، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوی په پار د ناروغو بټو له ناروغیو څخه نمونې واخلي او پر وخت د دغو ناروغو بوټو د درملنې په پار لاس په کارشي.
د خوست دکرنې ریاست وایي چې، ددې پروګرام په ترڅ کې له بوټو څخه د ناروغیو نمونې راټولیږي، بسته بندي کیږي او د تشخیص په موخه لابراتوار ته استول کېږي، چې وروسته بیا د دغو بوټو د درملني په موخه نور اړین ګامونه اخیستل کېږي او ترڅنګ یې بزګرانو ته لازمې لارښوونې هم کېږي.
دغه برنامه د بوټو د ناروغیو له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت