خوست کې د ځنګلونو د پراختیا او خوندیتوب په پار هڅې
٢۵ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
٢۸ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو د پراختیا او خوندیتوب په پار هڅې پیل کړي،چې په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له خوا د تمویلېدونکي پروژې د «نړیوال چاپېریلا لپاره د اسانتیاوو برابروونکي» پروژې د فعالیتونو څارنه او ارزونه وشوه.
د خوست ولايت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مشرتابه په لارښوونه او د طبيعي سرچينو امريت تر مشرۍ لاندې يو ګډ نظارتي ټيم چې په خپل ترکيب کې يې د طبيعي سرچينو مدير انجنير عبدالرشيد صبري، د انجمنونو مدير انجنير محمد اکرم ارمان، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان د GEF پروژې ولايتي مسؤل انجنير محمد عارف روښان، مرستيال انجنير محمد اسلم هڅاند، د اړونده سيمې د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې شوراګانو غړو او نورو اوسيدونکو يې ملتيا کوله په صبريو، باک او ځاځيميدان ولسواليو کې له بېلا، بېلو ساحو او فعاليتونو څخه ليدنه وکړه. ياده ليدنه د تېرو کارونو په تعقيب د ځنګلونو او څړځايونو د قرنطين او نويو فعاليتونو چې په ځنګلونو کې د نيالګيو د اوبه کولو له پاره ذخيروي ډنډونه جوړېږي ترسره او د کارونو د لا بهبود په موخه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
په پيل کې د نړیوال چاپېریلا لپاره د اسانتیاوو برابروونکي ولايتي مسؤل انجنير محمد عارف روښان خبرې وکړې او د پروژې د فعاليتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې ددې پروژې يوازنی موخ د ځنګلونو او څړځايونو ساتنه او پرختيا ده، نو له همدې امله موجوده ځنګلونه او څړځايونه د سيمه ييزو شوراګانو په پواسطه قرنطين او د لا پراختيا په موخه يې نوې نيالګي او تخمونه راوړو، دا پروژه د ځنګل د ښه مديريت او خاورې تخريب مخنيوي په موخه د کار په بدل کې د برنامې له لارې په پلان کې لري، چې تراسونو، ټرېنچونو او چيکډيمونو باندې کار وکړي او د ځايي کارموندنې تر څنګ د نيالګيو لپاره تيار ګوړي وهل شوي وي، د دې ترڅنګ د ځنګل ته نېږدې خلکو د تشويق په موخه ځينې د بديل معشيت پروژې پلې کېږي، څو خلک وهڅول شي چې د پروژې شرايط ومني او د ځنګل او څړځای په قرنطين کې همکاري وکړي.
ښاغلی روښان دغه راز وویل، چې دوی ته شنې خونې ورکول کېږي، غوجلې یې اصلاح کېږي، پر دوی اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي او همدارنګه د مالدارۍ کېټونه، کم مصرفه ديګونه او نور لوازم چې کارول يې پر ځنګل فشار کموي ورکول کېږي.
هغه وویل: «نننی فعاليت چې تاسې يې عملاً وينی د صبريو، باک او ځاځيميدان په ولسواليو کې د اوبو زېرمې دڼډونه جوړوو تر څو په هر وخت کې د نيالګيو لپاره د ځنګل په لوړو او ټيټو نقطو کې د ابيارۍ اسانتياوې موجودې وي.»
ورپسې د خوست ولایت دکرنې ریاست د طبيعي سرچينو لوی مدير انجنير عبدالرشيد صبري د باک ولسوالۍ د سپېرکي د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې شورا غړو څخه د دوی د مسؤليت سرته رسونې په پار چې ځنګل او څړځای يې قرنطين، د نويو نيالګيو ساتنه ترسره کړې مننه وکړه او دوی ته يې وويل: ،،څرنګه چې طبيعي سرچينې د الله تعاله له خوا يو نعمت او زموږ له پاره غنيمت دی، نو موږ ته په کار ده، څو د دې نعمت د شکر اداينې تر څنګ د دې شتمنيو په ښه شان ساتنه، پالنه، مديريت او سم استعمال کې جدي فکر وکړو، ځکه که چيرې دا سرچينې په خپل سري توګه استعمال شي، نو ليرې نه ده چې په لنډ وخت کې به ټولې ونې له منځه تللي او د حيواناتو د ساتنې او خوارکې د کمښت تر څنګ به، د خاورې تخريب، چاپيريال ورانی او سيلابونو له خطر سره مخ شو، پر همدې بنسټ موږ بايد خپلې ټولې طبيعي منابع په سم ډول مديريت او په استعمال کې يې هوشيارانه چلند وکړو.
له دوی وروسته د باک او ځاځيميدان ولسواليو د سپېرکي او مغلخېلو د ځنګلونو ساتنې شوراګانو مشرانو خبرې وکړې او د خوښۍ څرګندولو تر څنګ يې وويل: «موږ د دې ټولنې د جوړيدو او پروژې په پيل کې ټول هغه شرايط منلي، کوم چې پر کليوالي ونډه پورې تړاو لري، موږ ځنګل او څړځاي قرنطين کړی، نوبتي څړښت کوو او هر ډول هدايات چې د مسؤلينو له خوا وړاندې کيږي موږ يې منو، نو په همدې خاطر هره ورځ د نويو نوي زيرو شاهدان اوس.»
په پای کې د انجمنونو مدير انجنير محمد اکرم ارمان د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې شوراګانو غړو او سيمې خلکو ته د طبيعي سرچينو د ارزښت، د امارت پاليسي او د سرغړوونکو پر وړاندې د شنې قطعي د جدي عکس العمل په اړه مفصلې خبرې وکړې او زياته يې کړه: « ستاسو له وطني او ملي احساس څخه ځانګړې مننه کوو چې د قومي جوړښت په چوکاټ کې مو د ناغې، بدرګې، اربکي، چيغې او تاړ پواسطه خپلې طبيعي سرچنې په ښه شان سره ساتلې، نو ليرې نه ده هغه موسسې چې په اړونده برخه کې کار کوي دلته راشي او تاسې ته به لا نور خدامات وړاندې کړي، ځکه چيرې چې خلک مننونکي او پروژو ته زمينه مساعدوي، نو خامخا به هغو سيمو ته کارونه ترسره کيږي، نو له دوی څخه يې يو ځل بيا هيله وکړه څو په ياده برخه کې همکاري وکړي او د ځنګل قطع کوونکو او سرغړوونکو په پيژندنه او اصلاح کې ورسره مرسته وکړي».
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره او سمهال د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له خوا د تمویلېدونکي پروژې د «نړیوال چاپېریلا لپاره د اسانتیاوو برابروونکي» پروژې له لارې د خوست صبريو، باک او ځاځيميدان په ځنګلونو کې د اوبو زېرمې ډنډونه جوړوي او د ليرې چينو څخه د پايپونو او ژورو سيمو څخه د سولر سيستم په وسيله اوبه راخېږوي، تر څو په هره سيمه کې نيالګيو ته په اسانۍ سره انتقال شي.
اوسمهال د صبريو په څپري کې په څلورو ډنډونو عملاً کار روان دی، د باک په سپېرکي او د ځاځيميدان په مغلخېلو کې مناسب ځايونه انتخال او د دې هفتې په جريان کې به پرې کار پيل شي چې ټولټال به په لنډه موده کې ۱۰ د اوبو داسې زېرمې ډنډونه جوړ شي، چې هر ډنډ به د شاوخوا (۲۰۰۰۰۰) ليتره اوبو ځايولو ظرفيت ولري.
د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له خوا د تمویلېدونکي پروژې د «نړیوال چاپېریلا لپاره د اسانتیاوو برابروونکي» پروژه د تېرو اتو مياشتو راهیسې په يادو ولسواليو کې فعاليت لري، چې تر دې دمه يې په لسګونو زره مثمر، غير مثمر نيالګي، بوټې او قلمې راوړې چې د سلګونه جريبه نوې ځنګل د احياء سربېره يې ځينې د بديل معشيت پروژې هم پلي کړي او لا روانې دي.
