خوست کې د ځنګلونو د ساتنې په پار هڅې کړندي شوي دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۹:۴۹
 خوست کې د ځنګلونو د ساتنې په پار هڅې کړندي شوي دي

۵ لړم ۱۳۹۸
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې او د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په پار هڅې کړندي کړي، چې د پولیسو په ملتیا د ځنګلونو د وهنې د مخنیوي د عملیاتو په ترڅ کې د ځنګل وهنې توکي، لرګي او موټرونه نیول شوي دي.
ددې عملیاتو په لړ کې څلور د ونو اوځنګلونو د پرېکولو ارې، څلور عرادې مازدا موټر، یو عراده ایسکواټر، خیمې، په زیاته اندازه وهل شوي لرګي او یوشمېر نور توکي، چې دونو او ځنګلونو په پرېکولو کې ترې کار اخیستل کیږي ونیول شول او د خوست ولایت امنیې قوندانی ته ور سپارل شوي دي.
ونې او ځنګلونه د هېواد اوسیمې په ښکلا، دهوا په پاکوالي او د طبیعي پېښو په مخنیوي کې مهم رول لري، چې په غیرې قانوني او بې رحمانه ډول قطع کول یې جرم ګڼل کیږي.
د خوست د کرنې ریاست د ځنګل لرونکو ولسوالیو له اوسیدونکو غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې دې له دوی سره مرسته وکړي او دهغو کسانو په هکله امنیتي ارګانونو ته مالومات ورکړي، چې ځنګلونه پري کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت