خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۵۷
خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام د ځاځی میدان ولسوالی چارواکو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د خوست دکرنې ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي، نوموړي مشرانو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق ونيول شول د قانون منګولو ته یې وسپارۍ او د ځنګلونو خوندیتوب په پار خپلې هلې ځلې کړندۍ کړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

بازگشت