خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۲۶
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د خوست دکرنې رييس مولوی محمد زمان عمري په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوی محمد زمان عمري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د خوست ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

بازگشت