خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۱:۲۱
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې


۱۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز له دې غونډې وروسته، د ځاځي ميدان ولسوالی اړوند د الګاډې شيخانو کلي هغه ځمکې څخه ليدنه وکړه، چې دوسيه يې د همدې ولسوالی د ابتدايه محکمې څخه تخنيکي پلاوی ته راغلي ده، تخنيکي پلاوی د دعوى د دواړو جانبو سره د موضوع په ارتباط مفصل بحٿ وکړ چې د حل لپاره به يې په راتلونکي غونډه کې لازم تصميم ونيول شي.
همداراز د تخنیکي پلاوي غړو د باک ولسوالی اړوند د بډرمېلې په سیمه کې د يوه اندازه ځمکې څخه ليدنه وکړه، ورپسې تخنيکي پلاوی د صبريو ولسوالی اړوند په چينه  او خلبسات سیمه کې د يوې اندازه ځمکې څخه کتنه وکړه چې په راتلونکي غونډه کې به پرې تصميم ونيول شي.
په دې غونډه کې دغه راز د راتلونکې کار د پلان پر جوړولو او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه وړاندې شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت