خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه
 
              ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې غونډې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عارضینو پر دوسیو د خبرو اترو ترڅنګ له یوشمېر کسانو سره د دوی د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
دغه زار د یاد ټیم یوشمېر غړي د ترتیب شوي پلان مطابق د خوست ولایت د اسمعیل خېلو ولسوالی اړوند د ورزې سیمې ته لاړ، او هلته یې له مختلفو  امارتي املاکو څخه له نږدې نظارت ترسره کړل.
باید وویل شي، چې د خوست ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
