خوست کې د سکټوري ادارو او همکارو مؤسسو سره غونډه ترسره شوه
۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د یاد ریاست د قدرتي سرچینو آمر مطیعالله اواب په مشرۍ د ۱۴۰۵ هـ.ش کال اتمه سکټ،ري غونډه، د سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې مطیعالله اواب د پرانیستې وینا پر مهال د تېرې سکټوءي غونډې د موضوعاتو، پرېکړو او ترسره شویو اجراآتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د ولس د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د چارو پر مخ وړلو، د خلکو خدمت ته پر ژمنتیا او د سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ، ګډ تفاهم او متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
وروسته د پلان او برنامو عمومي مدیر اجمل قاسمي د ۱۴۰۶ هـ.ش کال د انکشافي پلان د جوړولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي له سکټوري ادارو وغوښتل، چې د خپلو اړوندو انکشافي پروژو کانسپټنوټونه چمتو او په راتلونکې سکتوري غونډه کې یې د بحث او ارزونې لپاره وړاندې کړي. همدارنګه یې د کرنې ریاست له لوري د چمتو شویو ۳۸ انکشافي پروژو د کانسپټنوټونو د تصویب په اړه هم معلومات شریک کړل.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې او کلیو پراختیا په برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو، روانو پروژو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز بحث وشو. د ګډونوالو سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو استازو د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو اجراآتو راپورونه وړاندې کړل او خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې له ګډونوالو سره شریک کړل. همدارنګه د کرنې ریاست د ۳۸ انکشافي پروژو کانسپټنوټونه تر بحث او ارزونې وروسته تصویب شول.
په همدې لړ کې د تېرې غونډې د پرېکړو او ترسره شویو اجراآتو ارزونه هم وشوه او د راتلونکو فعالیتونو د ښه تنظیم، د ادارو او مؤسسو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د کلیوالي خلکو د اړتیاوو د دقیق تشخیص او د شته ستونزو د حل په اړه لازم بحثونه ترسره شول.
په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست استازي م. عبدالله عابد، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مرستیال صدو خان نوید، د چاپېریال ساتنې ریاست استازي محمد داود، د کرنې ریاست مشاور او متخصص بهیر ګل صابري، د کرنیزو چارو آمر م. اسلم خان منیب، د ترغیبي عبوري او اموال مواشي زکات راټولولو آمر م. حفیظالله نثار، د عشر راټولولو او راپورونو تنظیم آمر م. اظهارالدین ابونصر، د حیواني روغتیا او مالدارۍ عمومي مدیر ډاکټر محمد قاسم او د قدرتي سرچینو مدیر اکرم خان ګډون کړی وو.
همدارنګه د ORD، OFARIN او DCA مؤسسو استازو او د مؤسسو د همغږۍ مسؤل ستوري هم په غونډه کې ګډون درلود. د یادو مؤسسو استازو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست استازي م. عبدالله عابد د غونډې د موضوعاتو او بحثونو ارزونه وکړه او دا ډول سکتوري ناستې یې د ادارو او مؤسسو ترمنځ د همغږۍ، ګډو همکاریو او د چارو د ښه تنظیم لپاره ګټورې او اغېزمنې وبللې.
غونډه د اړوندو موضوعاتو له هر اړخیز بحث، د نظریاتو له تبادلې او د راتلونکو فعالیتونو د همغږۍ پر پیاوړتیا له ټینګار وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.
