جوزجان کې د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د تخریب شویو سیمو د ارزونې پلاوی لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۷
جوزجان کې د آمو سیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه د تخریب شویو سیمو د ارزونې پلاوی لیدنه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یو لوړپوړي پلاوی په مشرۍ د کابینې د پرېکړې پر اساست جوزجان ولایت ته سفر کړی دی او د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو څخه یې لینده وکړه.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري، چې ددې پلاوی ریاست پر غاړه لري، د قرقین او خماب ولسوالیو له اوسیدونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د یاد پلاوی د سفر موخه د آمو سیند پر غاړه د پرتو کلیو د اوسیدونکو د ستونزو او مشکلاتو حلول وبلل او ویې ویل: «د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې دخلکو ستونزې او ننګونې حل او دوی ته چوپړتیاوې وړاندې کړي، چې ښې بېلګه یې اساسي چارې لکه د قوش تېپې کنال د کار پیل، د کابل کندهار د سړکونو د بیاروغونې چارې پیلول، د سالنګ کانال د اساسي بیارغونې په پار پرېکړه او د نفت کانونو د استخراج قرارد دي، بله ستونزه د آمو سیند پر غاړه د پرتو اوسیدونکو ستونزې دي، چې ورځ تربلې د کورونو او کرنیزو ځمکو د تخریب لامل کېږي چې ددې ستونزې د حل په پار هم پلاوی ټاکل شوی دی، چې انشاالله یو اساسي کار ترسره کېږي.»
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر اساس دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ، چې په کې د سرحداتو، اقوام او قبایلو چارو وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، کانونو او پټروليم وزارتونو مرستيالانو، د پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت ، د بهرنیو چارو وزارت، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې رييسانو شامل دي د آمو سیند په غاړه پرتو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د آموسیند په غاړه له تخریب شویو سیمو او د تخریب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنه کوی او د یادو سیمو د اوسیدونکو ستونزې اوري.

هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو از ساحات تخریب شده در جوزجان بازدید کرد 
۱۷ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش 
هیئت عالی رتبه مطابق به فیصله کابینه به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزارت زراعت با اشتراک چندین اداره دولتی به ولایت جوزجان سفر کرده و از ساحات تخریب شده در ولسوالی‌های قرقین و خماب بازدید کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت که ریاست این هیئت را به عهده دارد در جریان بازدید با باشنده‌گان ولسوالی‌های قرقین و خماب هدف از سفرهیئت متذکره را دور کردن رنج‌ها و مشکلات باشنده‌گان مناطق متصل به دریای آمو عنوان کرده گفت" امارت اسلامی افغانستان متعهد به خدمت گذاری و دور کردن مشکلات مردم می‌باشد که نمونه های بارز آن کار‌های اساسی چون؛ آغاز کار کانال قوشتیپه، شروع کار بازسازی سرک‌های کابل قندهار، تصمیم بر باز سازی اساسی کانال سالنگ و اعطای قرار داد استخراج معادن نفت می‌‌باشد که یک از مشکلات دیگر مردم دریای آمو می‌باشد که روز به روز باعث تخریب زمین‌های زراعت و خانه‌های مسکونی می‌گردد که برای حل این مشکل نیز هیئت تعین گردیده است و انشا الله یک کار اساسی صورت می‌گیرد".
این هیئت مطابق به فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان متشکل از معینان وزارت‌های امور سرحدات، اقوام و قبایل، معادن و پطرولیم، آب و برق و رئسای ادارات؛ امور خارجه، رسیده‌گی به حوادث و اداره ملی احصایه‌ و معلومات و شماری از انجینران فنی ادارات متذکره به ولایت‌های اطراف دریای آمو سفر کرده و از ساحات تخریب شده بازدید کرده و مشکلات باشنده‌گان آن مناطق را استماع می‌نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت