جمهوررئیس د رحیم ګردېزي ګروپ د ځڼغوزیو فابریکه رسماً پرانیسته

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۶:۲۱
جمهوررئیس د رحیم ګردېزي ګروپ د ځڼغوزیو فابریکه رسماً پرانیسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د پکتیا مرکز ګردېز څخه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر واليان او یو شمېر نور مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، د جمهوررئیس غني په وینا زموږ پټې خزانې نورې ښکاره، مشروع، رڼې او د استفادې وړ دي او د ځڼغوزیو د قاچاق مخنیوي، تولید پروسس، بسته بندۍ او خرڅلاو کې پام وړ پرمختګ راغلی.
نوموړي له رحیم ګردېزي ګروپ څخه د دغې مهمې پانګونې مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د کال ۲۴ زره ټنه د ځڼغوزیو حاصلات لري چې د حکومت په پاملرنه هر کال لس، دولس سلنه زیات او زرګونه خلکو ته کاري زمینې برابرېږي. له نورو پانګوالو څخه هم د پانګونې هیله کوو او ډاډ ورکوو چې ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر جمهوررئیس ته د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې د مبارکۍ پرمهال وویل، دا ستاسو په نوښت او هڅونه جوړه شوه چې د ځڼغوزیو تولید او عاید به ورسره زیات او د ارزښت زنځیرپیاوړی شي.  هغه زیاته کړه، رحیم ګردېزي شرکت د پولادو په برخه کې ښه نوم لري او هیله ده چې د ځڼغوزیو په برخه کې هم ښه وځلېږي.
ډاکټر انورالحق احدي څرګنده کړه، دغه ډول کرنیزې صنایع د هیواد په صنعتي کېدو کې خپل ارزښت لري. افغانستان د ځڼغوزیو تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی او د ځڼغوزیو په ګډون د بېلابېلو ځنګلونو احیا سره به ګڼو خلکو ته کاري زمینې برابرې او ملي عواید لوړ شي. هغه زیاته کړه، د کرنیزو صنایعو د ودې په موخه په دې سکتور کې د پانګونې لپاره پانګوالو ته د هراړخیز ملاتړ او اسانتیاوو ډاډ ورکوو.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمدیونس مومندجمهوررئیس څخه په مننې وویل، غواړو ستاسو په پاملرنه د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د ځڼغوزیو غوندې د تولید، پروسس او بازارموندنې له پلوه وده وکړي. کوم پانګوال چې پانګونه او نوښتونه کوي د هڅونې په موخه دې ورته مډال ورکړل شي چې د کاروبار له لارې عواید لوړ او هیواد په پښو ودرېږي.
ورپسې د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې رئیس محبوب الله ګردېزي وویل، په پکتیا کې د دغې لویې او معیاري فابریکې په جوړولو او پرانیستلو چې ټولو ته د ښه راتلونکي هیله ورکوي خوښ دی او جمهوررئیس ته یې د هغه د پرانیستې مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه، که اسانتیاوې ورته برابرې شي، نو د برېښنا په برخه کې به هم پانګونه وکړي، ځکه له دې سره کاري زمینې زیاتې او بې وزلي کمېږي. له پانګوالو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونو له لارې شغلونه ایجاد کړي.
د جمهوررئیس په لارښوونه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر والیانو له لوري په ګردېز کې د پټۍ په پرې کولو سره د رحیم ګردېزي د ځڼغوزیو د پروسس فابریکې له پرانیستې وروسته جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، نن ویاړمنه ورځ ده چې د افغانستان د ثروت د ارزښت زنځیر یانې د ځڼغوزیو د پروسس برخه کې له کیفي او کمي پلوه بدلون راځي.
جمهوررئیس وویل، ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول رحیم ګردېزي ګروپ ته د دغې پانګونې مبارکي وایم او د قدرونې په موخه به ورته مډال ورکړم. د هر ولایت پانګوال دې په خپلو ولایتونو کې دغسې پانګونې وکړي، ځکه دا د هیواد ثبات، یووالي او اقتصادي وده کې پام وړ اغېز لري.
جمهوررئیس وویل، د ځڼغوزیو د پروسس د دغې فابریکې پرانیستې سره ګردېز نه یوازې له تاریخي بلکې اقتصادي پلوه هم خپل ارزښت ځلوي او ټولو ته یې مبارکي وایم. همدارنګه یې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د پکتیا، پکتیکا او خوست د ولسونو د اقداماتومننه وکړه.
د هیواد جمهوررئیس د ځنګلونو د زرغونولو او ساتنې په برخه کې د ولسونو رول ته په اشارې وویل، ټولو ولسونو ته مې پیغام دی چې د ځنګلونو زرغونتیا د دوی د ګټې لپاره ده او دې برخې ته به اساسي پاملرنه او پانګونه پرې وشي.
جمهوررئیس غني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د پانګونې د اسانتیا واحد ته لارښوونه وکړه، چې د ځڼغوزیو په ګډون د بېلابېلو ځنګلونو د زرغونولو، د کرنیزو محصولاتو او مېوو د ودې، پروسس، بسته بندۍ او نورو برخو کې د پانګونو او نورو همکاریو د جلبولو په موخه له پانګوالو او خصوصي سکتور سره همغږي او همکاري وکړي.
جمهوررئیس وویل، افغانستان دا مهال له ۵۲ څخه زیاتو هیوادونو سره د هوایي دهلېزونو له لارې وصل دی، مګر ځمکني دهلېزونه هم ضرور دي او باید فعال شي. پانګوال دې د ځڼغوزیو په څېر د کرومایت په برخه کې هم اساسي پانګونه وکړي.
جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، زموږ پانګوال د هیواد د اقتصاد د ملاتیر دي اود بازار منطق درک کوي، له ټولو نړیوالو مناسباتو څخه به دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره استفاده وشي. هغه زیاته کړه، پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولوکې ځنډ او خنډونه د منلو وړ نه دي .  
محمداشرف غني د خپلې وینا په پای کې وویل، په یو کال کې به یو میلیون هکتاره ځمکه خړوب او افغانستان باید د کرنیز پیداوار او صادراتو په مرکز بدل او د ارزښت زنځیر پیاوړی شي. هغه زیاته کړه له دې وروسته به هر سفیر په اړوندو هیوادونو کې د افغانستان دتاجرانو او پانګوالو استازی او هغوی ته د بازارموندنې او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرونکی وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت