جلال آباد ښار کې د نباتي درمل پلورنځيوڅارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۰:۵۰
جلال آباد ښار کې د نباتي درمل پلورنځيوڅارنه وشوه

۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار  د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست په لارښوونه د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت متخصصینو لخوا جلال آباد ښار کې د نباتي درمل پلورنځيو څخه کنټرول او نظارت ترسره شوه.  
د نظارت پر مهال د ننګرهار دکرنې ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت متخصصینو درمل پلورنکو ته سپارښتنه وکړه، هغه هټیوال چې د کار جوازونه نه لري او یا يې د جوازونو موده ختمه شوې ده، خپل نوی جوازونه د کرنې ریاست څخه تر لاسه کړي، د سرغړونې په صورت کې بیا د شکایت حق نلري. 
دغه راز دوی ته د بې کیفیته درمل پلورولو مخنیوې او په هټۍ کې د مسلکې کس شتون په موخه لازمی سپارښتنې وشوې، او هم یادونه ورته وشوه چې ټول هټیوال مکلف دي چې د نباتی درملو تر څنګ باید د حیوانې درملو پلور څخه ډډه وکړي.
همداراز ټولو وارداتي شرکتونو ته د درملو ثبت او راجستر چارې بشپړ او فورم محموله او د درملو د توريد شرطپاڼه يا اجازه نامې د  ترلاسه کولو سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت