تر فتحې مخکې توزیع شوي، غصب شوي او پاتې دولتي ځمکې بررسي، تثبیت او تصفیه کېږي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۲:۵۴
تر فتحې مخکې توزیع شوي، غصب شوي او پاتې دولتي ځمکې بررسي، تثبیت او تصفیه کېږي 

۲۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د  کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا سره په داسې حال کې وکتل، چي پرمهال یې د علماوو شورا مرستیال شیخ‌مولوي اخترمحمد زعفراني، د  کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د سمع شکایاتو او عدلیې ریاستونو استازو او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي فضل‌الباري فضلي وویل: «د اسلامي امارت د بشپړې فتحې مخکې د مشرتابه د حکم په اساس د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو مستحقینو ته د کرني، مالدارۍ عشر او زکات د کمېسیون تر مشرۍ لاندي سلطاني ځمکې توزیع شوي دي، په هغه وخت کې د کمېسیون غړي د اداري کارونو ترڅنګ د جهاد په مقدسه دنده بوخت ول او په یادو ولایتونو کي د دښمن تهدیدات هم ډېر وه؛ نو ځکه د توزیع په لړۍ کي یوشمېر ستونزي موجودي وې، چي د یادو ستونزو د حل په موخه عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته لارښوونه کړې، ترڅو یادې ځمکې او ترڅنګ یې امارتي غصب شوي او پاتې ځمکې د یو شفاف مېکانیزم له لاري تثبیت، بررسي او تصفیه کړي.»
 مولوي فضل‌الباري فضلي د خپلو خبرو په دوام وویل، کندهار کي د همدې ځمکو د تثبیت، بررسي او تصفیې لپاره د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ باید کمېټه جوړه او ژر تر ژره به په کار پيل وکړي، چي په دې برخه کي یې له کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا له خوا د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ کمېټه وټاکل شو، چي په دې کمېټه کې د کندهار د ولایت مقام، کندهار ښاروالۍ، امنیه قومندانۍ، علماوو شورا او ښارجوړولو ریاست استازي شامل دي.
د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپلو خبرو کې د ولایت په کچه ټاکل شوی کمېټې ته سپارښتنه وکړه، ترڅو پوره هڅه وکړي، چي یاده پروسه په پوره شفافیت مخته یوسي. د کندهار والي په دې برخه کي د کرنې وزارت مرستیال او ټاکل شوي کمېټې ته د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.
یاد کمېسیون دنده لري، چې ترفتحې مخکې د امارت له خوا د توزیع شویو ټولو ځمکو بررسي او تثبیټ ترڅنګ د غصب شویو ځمکو معلومات او د دولتي پاتو ځمکو ټول معلومات راټول او د اړوندو چارواکو په واک کې ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د «شلټر فار لايف» مؤسسې له چارواکو سره وکتل. په دې ناسته کې د. . .

بازگشت