ترکیې هېواد ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۲:۵۱
ترکیې هېواد ته د کرنې وزیر سفر

۳۱ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ترکیې هېواد د کرنې او ځنګلونو سکټور چارواکو، ترکیه کې مېشت افغان سوداګرو او ددې هېواد دکرنې او مالدارۍ تاسیساتو د لیدنې په پار ترکیې هېواد ته سفر کړی ؤ.
د افغانستان اسلامي امارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د ترکیې هېواد د همکاریو جلبولو او د اړیکو پیاوړتیا په پار ترکیې هېواد ته سفر کړی ؤ. دکرنې وزیر ددې سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد دکرنې او ځنګلونو وزارت مرستیال ابراهیم یماکلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو ژمنه وکړه، چې په افغانستان دکرنې او مالدارۍ د پراختیا او ودې او د افغانستان دکرنې ا مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې جلبلولو په پار په ګډه کار کوی.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري، ددې سفر په ترڅ کې ترکیې کې له یوشمېر کرنیزو او مالدارۍ تاسیساتو څخه لیدنه کړه او په افغانستان کې د ترکیې هېواد دکرنې او مالدارۍ د بریالیو بېلګو د پلي کوولو غوښتوکی شو؛ چې د ترکیې هېواد د سوداګرو او پآنګوالو له خوا هم ژمنه وشوه، چې د خپل هېواد دکرنې او مالدارۍ بریالۍ تجربې به په افغانستان کې پلي کوي.
دکرنې وزیر دغه راز دترکیې هېواد د کرنې او مالدارۍ له تاسیساتو څخه د لیدنې پرمهال د کانلر لبنیاتو پروسس شرکت څخه لیدنه وکړه، یاد شرکت په یوه ورځ کې د ۱۵۰ لیټره شېدې د پروسس وړتیا لري او ۸۰ سلنه چارې یې د روباتونو له خوا مخته وړل کېږي.
دغه راز دکرنې وزیر د خپل سفر په لومړی ورځ د لمریزې انرژۍ یا سولر شرکت د نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ، په دې نندارتون کې یوشمېر سوداګر د کرنې له وزیر سره ژمنه وکړ، چې افغانستان کې هم د سولر یا لمریزې ټکنالوژۍ سیسټم ترویجوي.
په همدې حال کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ترکیې هېواد ته دخپل سفر په ترڅې کې په ترکیه کې مېشت افغان سوداګرو سه وکتل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د ننه په هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه دکرنې وزارت دوی ته ټولې اسانتیاوې برابروي:« اوس هېواد کار ته اړتیا لري او تاسو کولای شئ، چې دننه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړئ، ځکه د پانګونې په پار ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي او موږ مسوولیت لرو چې ستاسو د پانګو تضمین وکړو».
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ددې سفر په ترڅ کې د ترکیې په استانبول ښارکې د افغانستان له قونسل او د قونسل گری له کارکوونکو سره هم وکتل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته په ترکیه کې د خرڅلاو غوره زمینه برابره کړي.
همداراز دکرنې وزیر د ترکيې هېواد کیرکلاري ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت د کرنیزو پرمختګونو او پراختیاوو څخه لیدنه وکړه.
ددې سفر په ترڅ کې دکرنې وزارت د بشري سرچینو مخکینی رییس مولوی حمیدالله ارشاد او د کرنیزو برنامو د همغږۍ سلاکار  میرویس خوگیانی دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ملتيا کوله.

جریان سفر وزیر زراعت به کشور ترکیه 
۳۱ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور دیدار با مسوولان سکتور زراعت و جنگلات، سرمایه گذاران افغان و بازدید از  تاسیسات زراعتی و مالداری به کشور ترکیه سفر کرد.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان که به هدف تقویت روابط  و جلب همکاری آن کشور در سکتور زراعت و مالداری افغانستان به کشور ترکیه سفر کرده بود در جریان این سفر با ابراهیم یماکلی معین  وزارت زراعت و جنگلات کشور ترکیه دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف تعهد نمودن که به منظور رشد و انکشاف زراعت و مالداری در افغانستان و جلب سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری افغانستان به گونه مشترک کار می‌نمایند.
در جریان این سفر مولوی عطاءالله عمری از برخی از تاسیسات زراعتی و مالداری کشور ترکیه دیدار کرده خواستار تطبیق نمونه های موفق زراعتی و مالداری کشور ترکیه در افغانستان شد؛ که از سوی سرمایه گذاران ترکی نیز تعهد صورت گرفت که تجربه های موفق زراعتی و مالداری شان را در افغانستان نیز تطبیق نمایند.
وزیر زراعت همچنان در جریان بازدید از تاسیسات زراعتی و مالداری کشور ترکیه از شرکت پروسس لبنیات کانلر بازدید کرد که  شرکت متذکره ظرفیت پروسس 150 تن شیر را در یک روز دارد و 80 درصد کار های آن توسط روبات ها انجام می شود.
همین گونه در نخستین روز سفر وزیر زراعت در مراسم افتتاح نمایشگاه سولر یا انرژی آفتابی شرکت کرد که در این نمایشگاه صدها شرکت بین الملی و ترکی تولید کننده تکنالوژی سولر شرکت کرده بودند  و شماری از تجار متذکره تعهد کردن که تکنالوژی سولر را در افغانستان نیز ترویج نمایند.
درعین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان سفر به کشور ترکیه با سرمایه گذاران افغان مقیم در کشور ترکیه دیدار کرده و از آنها خواست تا در داخل کشور سرمایه گذاری نمایند چون تمام سهولات های لازم از سوی وزارت زراعت برایشان فراهم می گردد" حالا وطن به کار نیاز دارد و از شما می توانید که در داخل افغانستان  در سکتور های مختلف سرمایه گذاری نماید چون همه سهولت های لازم جهت سرمایه گذاری فراهم است و ما مسوولیت داریم که  مصوونیت سرمایه شما را ما تضمین کنیم".
در جریان این سفر مولوی عطاءالله عمری با قونسل و کارمندان قونسل گری افغانستان در شهر استانبول ترکیه  نیز دیدار کرده و از آنها خواست تا زمینه‌های بیشتر فروش محصولات زراعتی افغانستان را در ترکیه فراهم نمایند.
وزیر زراعت به ولایت کیرکلاری کشور ترکیه سفر کرده و پیشرفت‌ها و انکشافات زراعتی آن ولایت بازدید کرد.
در جریان این سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری را مولوی حمید الله ارشاد رییس قبلی منابع بشری وزارت زراعت و میرویس خوگیانی مشاور هماهنگی برنامه های زراعتی همراهی می کردند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت