تخار ولايت ته د کرنې سرپرست وزير سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۹:۵۵
تخار ولايت ته د کرنې سرپرست وزير سفر

 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عطأالله عمري د يو پلاوی په مشرۍ د تخار ولايت د سيمه ييزو چارواکو سره د ليده کاته په پار تخار ولايت ته سفر وکړ.
دکرنې سرپرست وزير د تخار والي مولوی ضیاالرحمان، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوی شیخ جلال، او د سرحداتو اقوام او قبايلو وزارت مرستيال شیخ محمد قاسم خالد سره د تخار ولايت په ودانۍ کې وکتل.
د مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ ياد پلاوی د تخار د خلکو او کوچيانو ترمنځ د ځمکې د شخړې د ارزونې او حل په موخه ټاکل شوی دی. 
ټاکل شوې چې ياد پلاوی له سيمه ييزو چارواکو او کوچيانو سره د کتنې په ترڅ کې ياده ستونزه هوار کړي.
ياد پلاوی د اميرالمؤمنين شيخ هبت الله اخونزاده حفظ الله له خوا ټاکل شوی دی تر څو د دواړو خواوو ترمنځ د ځمکې شخړه حل کړي.

سفر سرپرست وزارت زراعت به ولایت تخار 
مولوی عطأالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رائس یک هئیت به منظور دید و بازدید با مسوولان محلی عازم ولایت تخار شد.
سرپرست وزارت زراعت  طی نشستی با مولوی ضیاالرحمان والی تخار، مولوی شیخ جلال معاون وزارت امور داخله، شیخ محمد قاسم خالد معین وزارت سرحدات اقوام و قبایل در ساختمان ولایت دیدار کرد.  این هیئت تحت سرپرستی آقای عطاءالله عمری به هدف بررسی  و حل جنجال زمین میان  مردم تخار با کوچی‌ها می‌باشد.  هیئت متذکره قرار است با کوچی‌ها و مردم محل دیدار نموده و به این مشکل پایان دهند. 
هیئت فوق بر اساس هدایت امیر المومنین شیخ هبه الله آخوندزاده توظیف شده تا مشکل دعوای زمین میان دو طرف را حل کنند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنیزو او علمي همکاریو د پراختیا په موخه د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

بازگشت