بلخ کې د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د مقررې په هکله د پوهاوی سمینار دائر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۳۳
بلخ کې د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د مقررې په هکله د پوهاوی سمینار دائر شو

۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د مقررې د راپور ورکونې سمینار ددې کمېسیون د رییس او غړو په ګډون د هېواد د شمال نهو ولایتونو کې د تخنیکي پلاوي غړو لپاره د پوهاوی سمینار په لاره واچول شو.
د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان پر اساس د عدلیې وزارت وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په ریاست جوړه شوې ده، چې  په اوونۍ کې دوه غونډې دائروي.
دا سمینار د بلخ په ولایت کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري، د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر ملا عبدالولي څارنوال، لوی څارنوال مولوی شمس الدین شریعتي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق، د ښارجوړونې او مسکن وزیر مولوی حمدالله نعماني، د سترې محکمې د دارالانشاء رییس مفتي عبدالرشيد او د بلخ والي ملا محمد داوود مزمل په شتون کې د هېوا د شمال نهو ولایتونو د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غړو ته په لاره اچول شوی دی.
د کرنې وزارت چارسمبال وزیر او د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون غړی مولوی عطاءالله عمري د ولایتونو دکرنې رییسانو څخه چې د تخنیکي پلاوی د کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري وغوښتل، چې په خپلو چارو کې دې اصلي څښتن ته د امانت په سپارلو کې نه ستړې کېدوونکي هلې ځلې وکړي.
ښاغلی عمري دغه راز له خلکو وغوښتل، چې غصب شوي ځمکې دې بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته ورکړي: «دا یو ښه موقع ده او د اسلامي امارت له لورې یوه ښېګڼه ده، چې له مسوولیت څخه خلاص شئ، او امانت بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارئ، دا کمېسیون د افغانستان ملت لپاره یوه ستره ښېګڼه ده، که په غصب شویو ځمکو کې مو کورونه جوړ کړي دي او یا کرکېله کوئ نو په ناروا او غلطه لاره تګ کوی لمونځ او روژه مو نه قبلېږي نو راځئ له دې مسوولیت او ناروا کار څخه ځان خلاص کړئ.»
په ورته وخت کې ښاغلی عمري د قوش تېپې کانال د رغولو د چارو پیل یوه لویه لاسته راوړنه او ویاړ وباله او زیاته یې کړه: «یوشمېر فرصت طلبه خلک، په دې پلمه چې د قوش تیپې کانال په سیمه کې په خلکو ځمکې وېشل کېږي له دوی څخه پیسې او سندونه راټولوي، خو موږ ټولو ته په قاطعیت سره وایو، چې د کابینې د پریکړې پر اساس تر دې دمه د قوش تېپې کانال په سیمه کې هیڅ ډول تقسیمات او وېش نه ترسره کېږي، ترڅو چې ددې کانال چارې بشپړ شي، له خکلو غواړو چې دوکه نه شي او د داسې کسانو خبرې دې نه منې، ځکه د کانال د چارې تر بشپړېدو وروسته د ا.ا.ا امارت د رهبرۍ له خوا په دې هکله پرېکړه او تصمیم نیول کېږي.»
دا مقرره په څلورو فصلونو او ۱۲۰ مادو کې ترتیب شوی دی، چې د امیرالمؤمنین شیخ هبته الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس نافذ دی.
په دې سمینار کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنگان، سرپل، کندز، بغلان، تخار او بدخشان  دکرنې رییسان، چې د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرتله راګرځولو د کمېسیون ریاست پر غاړه لري ګډون کړي و.

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی در مورد مقرره جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده در بلخ 
۹ قوس ۱۴۰۱ ه‍.ش 
سمینار آگاهی‌دهی در مورد مقرره  جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌‌های غصب شده با اشترک رییس و اعضای این کمیسیون برای اعضای تخنیکی آن در نه ولایت شمال کشور برگزار شد.
کمیسیون جلوگیری از غصب زمین و باز پس گیری زمین‌های غصب شده طبق فرمان امیر المومنین حفظه الله تحت ریاست شیخ عبدالحکیم شرعی وزیر عدلیه ایجاد شده است که هفته دو نشست برگزار می‌کند.
این سمینار در ولایت بلخ  با حضور داشت، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت آبیاری و مالداری،  شیخ عبدالحکیم شرعی وزیر عدلیه، ملا عبدالولی څارنوال وزیر کار و امور اجتماعی، مولوی شمس الدین شریعتی لوی څارنوال، شیخ  نورالحق رییس عمومی اداره امور، مولوی حمدالله نعمانی وزیر شهرسازی و مسکن، مفتی عبدالرشید رییس دارالانشاء ستر محکمه، ملا محمد داود مزمل والی بلخ برای اعضای هییت تخنیکی جلوگیری از غصب و بازپس گیری زمین‌های غصب شده نه ولایت شمال کشور برگزار شده است.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و عضو کمیسیون جلوگیری از غصب زمین و باز پس گیری زمین‌های غصب از رییس‌های زراعت ولایت‌های متذکره  که ریاست هیئت تخنیکی کمیسون را در ولایت‌ها به غهده دارند خواست تا در پیشبرد وظایف خود جهت رساندن امانت به صاحب اصلی آن تمام تلاش خود را به خرچ دهند.
وزیر زراعت از مردم خواست تا زمین های غصب شده را دوباره به صاحب اصلی آن برگردانند" بیاید خود را ازمشکلات و یک مسوولیت بزگ خلاص کنید چون در زمین غصبی نماز و روزه قبول نمی‌شود و سایر طاعات و عبادات قبول نمی‌شود پس این یک موقع خوب است، کمیسون تشکلیل شده پس  خود را از مسوولیت خلاص کنید و امانت را به صاحب آن بسپارید".
آقای عمری همچنان از آغاز کار ساخت کانال قوش‌تیپه به عنوان یک دستاورد و افتخار بزرگ یاد کرده و افزود" شماری از اشخاص استفاده جو در این روز‌ها به بهانه این که در ساحه کانال قوشتیپه به مردم زمین توزیع می‌شود پول و اسناد آنها را می‌گیرد اما؛ ما به همه به قاطعیت می‌گویم که تا حالا مطابق به فیصله کابینه هیچ گونه توزیع و تقسیماتی در کانال قوشتیپه الی تکمیل شدن کار آن جریان ندارد و از مردم می‌خواهیم که فریب این اشخاص را نخورند چون هرگونه تصمیم توزیع و تقسیمات پس از تکیمل کار ساخت کانال از سوی رهبری ا.ا.ا افغانستان گرفته می‌شود".
این مقرره در چهار فصل و بیست و یک ماده ترتیب گردیده که  به اساس فرمان امیرالمومنین شیخ هبته الله آخندزاده حفظه الله نافذ است.
در این سمینار رئسای زراعت ولایت‌های، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنگان، سرپل، کندز، بغلان، تخار و بدخشان که ریاست کمیسون جلوگیری ازغصب و بازپس گیری زمین‌های دولتی را به عهده دارند اشتراک کرده بودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت