بلخ کې د غوا روزنې فارمونه د ورځې ۳۰ زره لیټره شېدې تولیدوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۲۱:۱۴
فارم‌های گاوداری بلخ روزانه ۳۰ هزار لیتر شیر تولید می‌کنند
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د غوا روزنې نږدې ۳۵ فارمونه فعالیت لري، چې په ټولیزه توګه د ورځې ۳۵ زره لیټره شېدې تولیدوي.
د بلخ لبنیات، پاکیزه او سلطان تازه شرکتونه هره ورځ د بلخ له ۱۴ ولسوالیو شېدې راټولي او پروسسوي.
ددې ترڅنګ د غوښینو څارویو د پالنې په پار هم د غوا روزنې فارمونه فعالیت لري، چې د یوزر او ۷۰۰ خوسکیو په ساتنې سره د بلخ ولایت د اوسیدونکو د اړتیا وړ غوښه برابروي.
د بلخ ولایت د حیواني روغتیا لوی مدیر محمدرفیق صادقي وایي: «د بلخ د کرنې ریاست له خوا سږکال ۱۲۰ زره ډوزه واکسین پر څارویو پلی شوي دي او دغه راز په ۱۴ ولسوالیو کې یې د وټرنرۍ سیمه ییز کلینیکونه هم جوړ کړي دي.
ښاغلی صادقی زیاته کړه: «د کرنې وزارت له خوا د مالدارانو پر څارویو د بروسلوز، کانگوتبې، پي‌پي‌آر او اف‌ام‌ډي واکسینونه په وړیا توګه پلي کیږي، ددې ولایت څاروي د ټولو ناروغیو پر وړاندې واکسینیږي، هر کال د وړو څارویو نږدې دوه میلیونه ډوزه مصرفیږي او ۱۰۰ تر ۲۰۰ زره لوی څاروي واکسینیږي.»
د بلخ ولایت یو تن فارم لرونکی او د دهدادي ولسوالۍ د شیخ اباد کلي د غوا روزنې د فارم موسس محمدشاهد وایي: «اوس مهال ۱۰۰ تر ۱۵۰ شېدې ورکوونکي زراعتي غواوې لرو، چې د ورځې ۷۰۰ تر ۸۰۰ لیټره شېدې تولیدوو او د یو زر او ۲۰۰ تر یو زر او ۵۰۰ لیټره ریکارډ هم لرو، دغه شېدې د شرکتونو له خوا راټولیږي او مارکېت ته وړاندې کیږي.»
د غوا ساتنې د یوې فارم کارکوونکی ګلبدین وایي: «د ورځې دوه ځلې غواوې لوشو، شېدې پاک او منظم دي، د غواوو خواړه واښه او کنجاړې دي، موږ له خپلو هېوادوالو غواړو کوم کسان، چې سوداګر دي، پیسې لري زموږ په خپل هېواد کې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، تر څو خدای مکړه دې ته اړ نه شو چې له هېواده بهر لاړ شو او بدبخت شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولایت د لبني محصولات ورځنۍ تولید ۹۵ زره ټنو ته رسیږي، چې ۳۰ زره ټنه یې د فارم لرونکو او نور یې په انفرادي ډول د خلکو له خوا پلورل کیږي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

بازگشت