ایراني پانګوالو سره د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د رییس لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
ایراني پانګوالو سره د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د رییس لیدنه

١۶ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد په کابل کې د بادام باغ د نندارتون په څنډه کې له ایراني پانګوالو رسول تاج الدین او محمد اسحاق مشتاق سره وکتل.
دغو دوو ایراني سوداګرو د کرنې، مالدارۍ، د کیمیاوي سرو تولید او د څارویو د روغتیا په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس له ایراني سوداګرو سره د دغه وزارت د همکاریو ډاډ ورکړ او د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې یې د افغانستان اړتیاوې بیان کړل.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني وویل، چې د افغانستان د اړتیاوو له مخې د کیمیاوي سرو تولید، د بوټو ساتنه او د څارویو روغتیا هغه اساسي مسایل دي، چې پانګوال پرې کار کولای شي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت سلاکار حشمت الله شهراني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس ډاکټر وسیم صافی او د کرنې وزارت د خصوصي سکتور او پلان ریاست آمرینو هم حضور درلود.

دیدار رییس سکتور خصوصی وزارت زراعت با سرمایه گذاران ایرانی 
۱۶ ثور ۱۴۰۳ ه‍.ش
مفتی عبدالرحیم‌شاهد رییس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با رسول‌تاج‌الدین‌ و محمد اسحاق مشتاق سرمایه گذاران کشور ایران در حاشیه نمایشگاه بادام باغ کابل دیدار کرد. 
این دو تاجر ایرانی علاقه مندی‌شان را جهت  سرمایه گذاری در بخش زراعت، مالداری، تولید کودکیمیاوی و صحت حیوانی بیان کردند.
رییس  توسعه سکتو‌ر خصوصی وزارت زراعت از اطمینان همکاری این وزارت را  با تاجران ایرانی سپرده و  نیازمندی‌های افغانستان را در بخش زراعت، مالداری و باغداری بیان کرد. 
در همین حال حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت زراعت با توجه به ضروریات افغانستان گفت که تولید کودکیمیاوی، حفاظه نباتات و صحت حیوانی از موضوعات اساسی است که سرمایه گذاران می‌توانند کار کنند.
در این مجلس  حشمت الله شهرانی مشاور وزارت زراعت، داکتر وسیم صافی رییس عامل اتاق تولیدات زراعت ‌و مالداری افغانستان و آمران ریاست سکتور خصوصی و‌ پلان وزارت زراعت حضور‌ داشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت