افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په څلورو مسلخونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده

mail-admin
زمینه‌ی سرمایه‌گذاری در چهار مسلخ عصری از طریق مشارکت عامه و خصوصی در افغانستان فراهم شده است

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې خپل نوي جوړشوي عصري مسلخونه د ۱۰ کلونو لپاره خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړي.
په هېواد کې تر دې وړاندې د څارویو د ذبحه کولو په موخه کو ځانګړی ځای او یا مسلخونه شتون نه درلود او اوس هم څاروي په خلاصه فضا (کورنو او سړکونو) کې ذبحه کیږي، چې دا چاره د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي او چاپېریال ته هم زیان رسوی.
کابل کې په منځنۍ کچه کال کې کابو ۲۴۰٫۰۰۰ (۲۴۰ زره) لوی څاروی (غوا) او ۱٫۰۰۰٫۰۰۰ (یو میلیون کوچني څاروي لکه وري او وزې) ذبحه کیږي، چې په دې سره صحي او ښه کیفیت لرونکي غوښې ته د خلکو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. په همدې موخه د خصوصي او عامه مشارکت له لارې پر مسلخونو پانګونه ډېرې ګټې لري.
څلور عصري مسلخونه چې ودانیزې چاري یې بشپړ شوي دي، د فعالولو او ګټې اخیستنې په پار یې دولت د ۱۰ کلونو لپاره خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکوی. د یادو مسلخونو په فعالېدو سره د څارویو د ذبحې په برخه کې شته ستونزې کمیږي او د څارویو د ذبحې له اضافي موادو (وینه، پوستکي او هډوکو) څخه ارزښتناک محصولات تولیدیږي، چې د صنعتي تولیداتو د ودې او پراختیا لامل کیږي.
باید وویل شي، چې احتمالي سیاسي او امنیتي ګواښونو ته په کتو خصوصي سکټور له مسلخونو څخه د ګټې اخیستني په برخه کې د پانګونې لېوالتیا نه درلود، په همدې موخه د مسلخونو په جوړولو کې د دولت پانګونه او د ګټې اخیستنې په پار خصوصي سکټور ته یې په اجاره ورکول د پروژې د احتمالي ګواښونو کچه ټېټوی او د خصوصي سکټور د لېوالتیا لامل کیږي.
لاندې جوړ شوي مسلخونه قرارداد ورکولو ته چمتو شوي دي:
• د کابل مسلخ (ریشخور): ځای، چهاراسیاب د گل‌باغ سیمه،چې د کابل ښار څخه کابو ۱۴ کیلومتره واټن لري. 
• د کابل مسلخ (شکردره): ځای، د شکردرې د میر کاریز سیمه، چې د کابل ښار څخه کابو ۱۲ کیلومتره واټن لري.
• د مزارشریف مسلخ: په دشت شور کې موقعیت لري، چې د مزار شریف ښار څخه کابو ۱۴ کیلومتره واټن لري.
• د هرات مسلخ: ځای، اسلام‌قلعې سړک ته څېرمه، چې د هرات ښار څخه کابو ۱۲ کیلومتره واټن لري.
یادې پروژې داوطلبی ته وړاندې کیږي. کورني او بهرني پانګوال کولای شي، چې ددغو پروژو اړتیاو وته په کتو خپل پروپوزلونه ترتیب او اړوندو مراجعو ته دې وسپاري.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون د ۱۴۰۲ ام کال د تلي له ۲۶ تر ۲۹ مې نېټې،د سلګونو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

د مسلمینو زکات راټولولو په پار د ځانګړې بانکي شمېرې جوړولو په هکله خبرتیا

د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان درنو مسلمانو ورونو او خویندو!
څرنګه چې پوهېږئ، اسلامي امارت ته د خپل زکات په ورکړې سره امارت ته دا ځواک ورکوی، چې د یتیمانو، بېوزله کورنیو، کونډو او . . .

Back to announcements