افغانستان کې د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون پرانیستل شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۶:۴۹
افغانستان کې د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون پرانیستل شوه


۲۴ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون او د بزګرمېله نن د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې افتتاح شو.
ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو، بزګران، بڼوال، صنعت کاران، سوداګر او د کابل یوشمېر ښاریانو حضور درلود او خبرې وکړې.
د نندارتو په پیل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې پر پراخو امکاناتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «افغانستان هغه هېواد دی، چې په ټوله خاوره کې یې ډېرې اوبه او حاصل خېزې  ځمکې لري، اړتیا ده، چې کار ووشي او له دغو پانګو څخه ګټه پورته شي.»
ښاغلی عمري زیاته کړه: «دکرنې په برخه کې کار کول ډېرې ګټې لري، د هوا پاکوالۍ، د چاپېریال ښکلا او زرغونتیا، د کار زمینې برابرول، د عوایدو زیاتوال او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي. له ټولو خلکو او پانګوالو غواړم، چې ځان بسیاینې ته د هېوا د رسېدنې په پار دې له امارت او دکرنې سکټور سره همکاري او مرستې وکړي او په دې برخه کې دې کار وکړي، که محاسبه وکړو، له هرې ونې چې اېښودل کېږي، حیوانات، انسانان او چاپېریال ترې برخمن کېږي، که هرڅوک په دې برخه کې پانګونه وکړي، ګټه یې هم دوی او هم خلکو ته رسېږي، یو ډول جاریه صدقه ده، دکرنې وزارت خلکو ته ټولې اسانتیاوې برابروي، اړتیا ده، چې تاسو کار وکړئ.» 
دکرنې وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د روان کال د یوکلن فعالیتونو په هکله خبرې وکړې: «د تېر یوه کال په ترڅ کې مو وکولاش شول، چې د کرنې د پراختیا او د هېوا د بومي پانګو ساتنې په پار غوره فعالیتونه ترسره کړو، سالمه مدیریت، د کانالونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه او خوندیتوب، پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل، د بڼونو جوړول، خلکو ته ځمکې په اجاره ورکول، د میلیونونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او له غصب څخه بېرته راګرځول، زرګونو بزګرانو ته پوهاوی ورکول، تر ګواښ لاندې میلیونونو څارویو ته واکسینونه ورکول او درملنه یې، د ونو او کروندو د ناروغیو مخنیوی، د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو میلیونونه ټنه محصولاتو صادرول  د روان کال له لویو فعالیتونو څخه ول، تاسو پوهېږئ، چې پخوا دکرنې، د کرنیزو او ځنګلونو پانګو لوټولو او د ځمکې غصب په برخه کې ډېرې ستونزې شتون درلود، هر څوک د خپل توان ترکچې په دغو پانګو کې لاسوهنه کړی و، امارت توانېدلی دی، چې دغو ستونزو ته د پای ټکۍ کېږدي، او له پانګو ساتنه وکړي، بل پیغام داده، چې پردي مو هېواد نه جوړوي، باید موږ یې په خپله جوړو کړو، اړتیا ده چې کار وکړو اسلامي امارت پراخ پلانونه لري، ترڅو راتلونکی کال د بزګرانو کرنیزو محصولاتو بازارموندنې، د پانګولو او سوداګرو هڅونې او ترغیب په پار د نندارتون چارې لا پراخې کړي، د هغه ورځ په هیله، چې له بې وزلۍ او اووسني وضعیت څخه خلاص شو.»
ورپسې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني خبرې وکړې او یاد نندارتون یې د بزګرانو، خلکو او سوداګرو ترمنځ د ښو اړیکو ټینګولو او مفاهمې لپاره غوره فرصت وباله: «دا نندارتون ددې ترڅنګ چې خلکو ته کورني محصولات معرفي کوي او محصولاتو لپاره بازارموندنه کوي، د بزګرانو او د ټولنې بېلابېلو پرګنو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او فاهمې لپاره غوره فرصت دی. د تېرکلونو په پرته غرفو اخېستلو ته د بزګرانو او صنعت کارانو لېوالتیا زیاته شوې ده، سږکال د نندارتون ټولې غرفې ډکې شوي دي، په داسې حال کې چې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو غوښتنې ډېرې شوي دي، هلې ځلې کوو، چې په راتلونکو کلونو کې د غرفو شمېر ډېر کړو.»
ورپسې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په خپلو خبرو کې د کرنې د پراختیا او د خلکو د ملاتړ په موخه د امارت پر ژمنو خبرې وکړې: «هلې ځلې کوو، چې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړو، هڅې مو داده، چې دکرنې له اړخه افغانستان په یوه میکانیزه هېوا بدل کړو، په دې برخه کې د ماشینونو پر وارداتو کار کوو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو په پار هوايي دهلیزونه اړتیا ده، چې پرې کارکوو. دغه راز د چکډمونو، د اوبولګولو کانالونو، او د اوبو زېرموو په برخه کې کار کوو.»
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مولوی مهاجر، د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوی محمد اسحق صاحب زاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوی غزیزالرحمن منصور او حاجي ادریس هم په دې غونډه کې شتون درلودل او د کرنې پر پراختیا او د نظام پر ملاتړ یې ټینګار دکړل.
دکرنیزو محصولاتو ۲۸ پسرلني نندارتون د کرنې پراختیا، د خلکو د سوکالۍ تضمینوونکی تر شعار لاندې د ۱۴۰۱ ام کال د کب میاشتې له  ۲۴ تر ۲۷ نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول کېږي.
په دې نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني ناب زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا لمریز تولیدوونکي دستګاوې، کرنیز فعالیونه او یوشمېر کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي.
د کرنیزو محصولاتو په دې نندارتون کې ۲۶۳ غرفې شتون لري، چې له دې ډلې ۵۶ باب یې د مېرمنو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوي دي.

بیست‌وهشتمین نمایشگاه زراعتی و میله دهقان در افغانستان افتتاح گردید
۲۴ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش
بیست‌وهشتمین نمایشگاه زراعتی و میله عنعنوی دهقان افغانستان امروز در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل افتتاح گردید.
در محفل افتتاح این نمایشگاه شمار زیادی از مقامات امارات اسلامی، دهقانان، باغداران، صنعت‌کاران، تاجران و شهروندان کابل حضور یافته و به ایراد سخن‌ پرداختند.
در نخست مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مورد امکانات فراوان در افغانستان صحبت نموده افزود «افغانستان آب فراوان و زمین‌های حاصل‌خیز در سراسر ملک دارد، نیاز است که کار شود و از ین سرمایه‌ها استفاده صورت گیرد.
آقای عمری افزود:"  کار در بخش زراعت باعث بسیاری از فایده‌ها می‌گردد، پاکی هوا، سرسبزی محیط، زیبایی محیط، ایجاد کار، افزایش عاید و رشد اقتصاد کشور می‌شود، از تمام مردم و سرمایه‌داران می‌خواهیم که برای رسیدن به کشور خودکفا،  با امارت و سکتور زراعت را همگام شوند و در این بخش کار نمایند،  اگر محاسبه کنیم از هر درخت ای‌که غرس می‌گردد حیوانات، انسان‌ها و محیط مستفید میشود، هر کسی در این بخش سرمایه‌گذاری کند، فایده‌اش به مردم و خودش میرسد، یک نوع صدقه جاریه است، وزارت زراعت همه سهولت‌ها را به مردم برابر می‌کند، ضرورت است که شما کار  کنید".
وزیر زراعت در قسمتی از صحبت‌ هایش به فعالیت‌‌های یک سال جاری پرداخته و معلومات داد.
" در یک سال گذشته توانستیم فعالیت‌های بهتری را برای انکشاف زراعت  و حفاظت‌ از سرمایه‌های بومی این ملک انجام دهیم، مدیریت سالم، احداث‌ کانال‌ها، حفاظت از جنگلات، توزیع تخم بذری و کود کیمیاوی برای دهقانان، احداث‌ باغ‌ها، اجاره زمین به مردم، جلوگیری از غصب و برگرداندن میلیون‌ها جریب زمین‌های دولتی، آگاهی به هزاران دهقان، واکسین و درمان میلیون‌ها حیوان در معرض خطر، جلوگیری از آلوده شدن کشتزراها و درختان به امراض، صادرات میلیون‌ها تن محصولات زراعتی و باغداری  از عمده‌ترین کارهای امسال بود، شما می‌دانید که در گذشته جنجال‌های زیادی در بخش زراعت، تاراج سرمایه‌های زراعتی و جنگلی و غصب زمین موجود بود، هر کسی نظر به توانش به این سرمایه‌ها دست‌ اندازی می‌کرد، امارت توانسته است به این جنجال‌ها خاتمه دهد و از سرمایه‌ها بهتر حفاظت کند، پیام دیگرم این است که این ملک را بیگانه جور نمی‌کند، باید خود جور کنیم، نیاز است کار کنیم، امارت اسلامی پلان‌های وسیع دارد تا در سال آینده  نمایشگاه را بخاطر تشویق، ترغریب و بازاریابی محصولات دهقانان راه‌اندازی کرده‌ایم، به امید روزی که از فقر و وضعیت فعلی خلاص شویم".
بعد از آن مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت صحبت نموده این نمایشگاه‌ را فرصت مناسب برای مفاهمه و تامین ارتباطات دهقانان، مردم و تجار عنوان نمود.
"این نمایشگاه در کنار بازاریابی و معرفی محصولات داخلی، فرصت بهتر برای مفاهمه و تامین ارتباطات بین دهقان و اقشار مختلف جامعه می‌باشد، علاقه‌مندی دهقانان و صنعت‌کاران نسبت به سال‌های گذشته برای اخذ غرفه زیاد شده‌است، امسال تمام غرفه‌های محل نمایشگاه پرمی‌باشد، در حالیکه تقاضای مردم برای اخذ نیز نسبت به سال‌های گذشته زیاد است، کوشش می‌کنیم در سال‌های آینده تعداد غرفه‌ها را زیاد کنیم".
بعد از آن مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ایران سخن پرداخته و از تعهد امارت در راستای حمایت از مردم و انکشاف زراعت صحبت نموده افزود": تلاش می‌کنیم برای مردم سهولت ایجاد کنیم، کوشش داریم افغانستان را به کشور میکانیزه از لحاظ زراعت تبدیل کنیم، در این بخش برای آوردن ماشین‌آلات کار خواهیم کرد، دهلیزهای هوایی نیز برای صادرات محصولات ضرورت است که کار می‌کنیم،  همچنان در بخش احداث چکدم، کانال‌های آبیاری، ذخیره‌های آب کار می‌کنیم".
همچنان مولوی مهاجر فراهی معین نشراتی وزارت اطلات و فرهنگ، مولوی محمداسحق صاحب‌زاده معین وزارت صحت عامه، مولوی عزیزالرحمان منصور معین وزارت ارشاد حج و اوقاف و حاجی ادریس در مجلس حضور داشته و تاکید به حمایت از نظام و انکشاف زراعت نمودند.
نمایشگاه محصولات زراعتی به پیشواز بهار سال 1402 با شعار انکشاف زراعت تضمین کننده رفاه مردم برای چهار روز از 24 الی 27 ماه حوت برگزار شده که در آن محصولات زراعتی، باغداری،  مالداری، تولیدات پروسس شده، صنایع دستی زنان، ماشین آلات زراعتی، زعفران ناب، نباتات و گیاهان طبی، تجهیزات آبیاری، نهال های مثمر و غیر مثمر، دستگاه تولید برق آفتابی در 263 غرفه نمایش داده شده است، از میان این 56 غرفه از بانوان می‌باشد.                                                                                               

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت