اروزګان کې یوشمېر کروندګر ورزول شول
۲۶ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بوټو ساتنې تخنیکي او مسلکي کارکوونکو له خوا ددې ولایت یوشمېر بزګران روزل شوي دي.
د چارواکو په خبره یادو بزګرانو ته د شفتې کنې او نورو ناروغیو په هکله روزنه ورکړل شوي دي، چې له دغو روزنو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کروندې له افتونو څخه خوندي کړي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو روزل او په دې ولایت کې د نباتي ناروغیو او افتونو مخنیوي ښودل شوی دی.
