اروزګان کې پر یوشمېر بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۷ کب ۱۴۰۱ه.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د «KRO» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چهارچینو ولسوالی پر ۱۳۵ کسانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د اروزګان دکرنې ریاست چاراکي وایي، چې ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او د دوی د حاصلاتو لوړوالی دی.
