اروزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې
۴ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
اروزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام یاد تخنیکي پلاوی د خپلو دندو په اساس د تخنیکي پلاوي د رییس الحاج مولوي خیرالله حق نماء په مشرۍ او د تخنیکي پلاوي غړو په ګډون د غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي..
