ارغستان کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د بند چارې بشپړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۱
کندهار

۲۹ مرغومې ۱۳۹۹
د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاورې د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ بېلابېلې پروژې پلي شوي دي. د دوی په خبره په دې وروستیو کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو د مهارولو د یوې بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې یاد بند د ارغستان ولسوالۍ د جنګ ژورې په سیمه کې د موسمي اوبو راګرځولو او زېرمه کولو په پار جوړه شوې ده، چې د ۱۱۵زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د ښاغلي سیدي په خبره یاد بند به څه باندې اته زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي او دغه راز نوی جوړ شوی بند به وکولای شي، چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي، چې په پایله کې به یې کاریزونو او څاګانو کې اوبو ډېر او د خاورې د تخریب او سېلابونو مخه به ډب کړي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي زیاته کړه د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنوی په برخه کې ۸۳ پروژې پلي شوي دي. د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «سربندونه، کوچني کانګړېټي چکډمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکي ګټه پورته کوي.»
د ښاغلي سیدي په خبره ددې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي. د هغه په خبره د یادو پروژو په پلي کولو سره ددې ولسوالۍ د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي او د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت