ارزګان کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۹
ارزګان کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « په کرنه او مالدارۍ سکتور باندې د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۱۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د ارزګان ولایت مرکز او څلورو ولسوالیو (خاص ارزګان، چوره، چنارتو او دهراود) کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
په پروګرام کې د ارزګان د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال د پرانیستې پر مهال د اقلیمي بدلون د اغېزو سره د سازښت پر اهمیت خبرې وکړې او د یادو پروګرامونو هرکلی یې وکړ.
ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.


ارزگان: برای ۱۵۰ دهقان برنامه‌های آگاهی‌دهی در مورد تغییرات اقلیمی برگزار شد
۱۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی در سکتور زراعت و مالداری، مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بر اساس پلان سالانه خویش، برنامه‌های آموزشی آگاهی‌دهی عامه را در رابطه به تغییرات اقلیمی برای ۲۱۰۰ دهقان در ۱۴ ولایت کشور آغاز کرده است.
در همین راستا، در مرکز ولایت ارزگان و چهار ولسوالی آن (خاص ارزگان، چوره، چنارتو و دهراود) برای ۱۵۰ دهقان این برنامه‌های آگاهی‌دهی از سوی ریاست متذکره برگزار گردید. در این برنامه‌ها دهقانان از مناطق مختلف همراه با ملا امامان و ملک‌های قریه‌ها اشتراک ورزیدند.
در جریان برنامه، معلومات مفصل در مورد وضعیت اقلیمی ارزگان، اقلیم و تغییرات اقلیمی، عوامل تغییر اقلیم، تأثیرات آن بر سکتور زراعت و مالداری، راهکارهای سازگاری و هم‌آهنگی، و همچنان سیستم آگاهی‌دهی قبلی ارائه شد.
معاون ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان در مراسم افتتاح، بر اهمیت سازگاری با تأثیرات تغییرات اقلیمی تأکید نمود و از راه‌اندازی این برنامه‌ها استقبال کرد.
اشتراک‌کنندگان از برگزاری این برنامه‌ها ابراز خرسندی کرده و تأکید ورزیدند که چنین برنامه‌های آگاهی‌دهی برای کاهش زیان‌های زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان مؤثر واقع می‌شود. این برنامه طبق اجندا به‌گونه موفقانه به پایان رسید.
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در پلان سالانه خویش، بلند بردن سطح آگاهی دهقانان در سراسر کشور را یکی از اولویت‌های مهم خود قرار داده است. این ریاست به‌منظور کاهش تأثیرات تغییر اقلیم، جلوگیری از زیان‌های زراعتی و ارتقای مهارت‌های عملی دهقانان، برنامه‌های آگاهی‌دهی عامه را طرح و عملی می‌سازد. این برنامه‌ها نه تنها برای دهقانان بلکه با مشارکت ملک‌ها، ملا امامان و بزرگان اجتماعی نیز برگزار می‌گردد تا مبارزه و سازگاری مشترک جامعه در برابر تغییرات اقلیمی تقویت شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت