په ممبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون ۱۳۹۸

mail-admin
exhibation

Event dates

Event dates -

Location ممبی، هندوستان

په ممبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

د ممبۍ له نندارتون څخه افغانستان د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې ترلاسه کړه  ۲ چنګاښ ۱۳۹۸

۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې موسسې او د امریکا متحده ایالاتو نړیوال پراختیایې ادارې "USAID" په مرسته د هندوستان په ممبۍ کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته ځانګړې نندارتون د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد طاهر ایوب، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیاله مقدسه یورش، د سوداګرۍ خونې چارواکو او د هند د مهارشترا ایالت (ممبۍ) مرستیال له خوا د افغان سوداګرو په شتون کې د دوو ورځو لپاره پرانیستل شوه. 
ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال محمدطاهر ایوب وویل: «اوسنۍ افغانستان پخوانۍ افغانستان نه دی، د افغانستان کرنه وده کړې، ارګانیکې مېوې تولیدوي، هوایي دهلیزونه ایجاد شوي دي، د مېوو صادرات یې زیات شوي، په دې نندارتون کې د هندي سوداګرو په غوښتنه له دې وروسته هم د افغانستان بڼوال او بزګران کولای شي، چې خپل تولیدات ډېر کړي.»
ښاغلی ایوب ددې نندارتون د جوړولو په پار د امریکا متحده ایالاتو نړیوال پرختیایي ادراې، د افغانستان د سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې

موسسې او هندوستان څخه مننه وکړه، هغه وویل، چې یاد همکاران له هېواده بهر د افغانستان دکرنیزو محصولاتو د پېژندې په پار د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې موهمکاران دي.
دغه راز د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت مرستیاله مقدسه یورش وویل: «شته اسانتیاوو او زمېنو ته په کتو د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګرۍ ځواکمن کېدای شي، دغه نندارتون د افغانستان صادراتو لپاره د ارزښت وړ او فوق العاده اغېز لري، د افغانستان د سوداګرۍ پرمخ سیندیزې لارې هم د پرانیستو په حال کې دي، د نندارتون په هکله باید ووایم، چې زمونږ د صادراتو یوه برخه ووچې او تازه مېوې دي هر کال زمونږ صادرات زیاتیږي او دا ستره هیله ده.»
په ورته وخت کې په دې غونډه کې دمهارشترا ایالت (ممبۍ) مرستیال شیري نندکمار وویل: «ددې نندارتون اغېزې ډېر دي او اټکل کیږي، چې په دې نندارتون کې به د هندي او افغاني سوداګرو ترمنځ ښه قراردادونه لاسلیک شي. زه په دې خوښ یم چې د افغانستان تولیداتو ته دلته د پلور زمینه برابره شوې ده.»
په هندوستان کې د افغانستان جنرال کنسول نسیم شریفي وویل: «د افغانستان تولیدات ښه پېرېدونکي لري او خلک یې خوښوي.»
دغه راز د سوداګرۍ خونې د پالیسي مشر طاهر وردک وویل: «په دې نندارتون کې ۵۷ شرکتونه او کمپنۍ خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. هغه وویل، چې دغه نندارتون به د افغانستان د صادراتو پېلامه وي.»
اټکل کیږي، چې په دې نندارتون کې به افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د کابو ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي.
په دې نندارتون کې ووچې او تازه مېوې، طبي نباتات، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

انځورونه:

ویدیو:

د ممبۍ په نندارتون کې دافغانستان د محصولاتو بې مخینه هرکلۍ!

 

19.0759837, 72.8776559