د هلمند دکرنې رياست: نادعلي کې پر ۵۰۰ بزګرانو د سبو تخمونو د وېش په پار سروې وشوه

mail-admin
Wed, Apr 05 2023 12:22 PM
د هلمند دکرنې رياست: نادعلي کې پر ۵۰۰ بزګرانو د سبو تخمونو د وېش په پار سروې وشوه

۱۶ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په نادعلي ولسوالی کې ٥٠٠ بزګرو ته د سبو اصلاح شوي تخونه وېشل کېږي.
په همدې موخه په یاده ولسوالی کې د مستحقو بزګرو سروې چارې ترسره شوه، چې وروسته به ورته د اړتیا وړ سبو تخمونه هم ووېشل شي.
په دې پروسه کې به هر بزګر ته د پیازو، شلغمو، روميانو، بانجڼو، کدو، بینډیو او ګلپي تخمونه وویشل شي چې د ټولو تخمونو مقدار به ٤١٠ کیلو ګرامه وي.
ددې تر څنګ به یادو بزګرو ته ځینې کرنیز توکي لکه بیلچې، پول کش او تیشې هم ووېشل شي.
ددې پروسې موخه په دې ولسوالی کې د بزګرو ملاتړ او حمایه ده چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي چې له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS