پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Mon, Jul 22 2019 4:15 PM
 پکتیا

۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸
د پکتیا ولایت پر یو زر او ۴۳۲ بڼوالو چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» لخوا ورته د مېوو یو زر او ۴۳۲ جریبه نوی بڼونه جوړشوي دي، د دوی د بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار ۲۹ ټنه توره سره «DAP» وېشل کیږي.
د پکتیا دکرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وایي، چې په دې لړۍ کې د پکتیا د مرکز ګردیز په ګډون د ۱۴ ولسوالیو پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې ریاست له خوا دوی ته د مېوو یو زر او ۴۳۲ جریبه نوی بڼونه جوړ شوي دي.
ښاغلي مومند وایي چې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې لخوا د تېر مني او سږ پسرلي موسم کې په دې ولایت کې یو زر او ۴۳۲ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د ښې ودې په پار پر اړوندو بڼوالو توره سره وېشل کيږي.
دغه سره پر هغو بڼوالو وېشل کیږي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا ورته د مېوو بڼونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدراۍ ملي برنامې ترچتر لاندې بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند بېلابېل روزنې هم ورکړل شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS