د ننګرهار د کرنې رييس د اراضي او کډسټر کارکوونکو سره غونډه وکړه

mail-admin
Thu, Jun 30 2022 8:27 PM
د ننګرهار د کرنې رييس د اراضي او کډسټر کارکوونکو سره غونډه وکړه


۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئيس مولوی عبدالستار محمد، ددې ولايت د ځمکو او کډسټر ادارې د کارونو د روڼتيا او چټکتيا په پار ددې ادارې له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د ننګرهار  دکرنې رياست وايي، چې  د ځمکو او کډسټر کارمندانو سره د ورځنې کارونو د چټکتیا، شفافیت، سلسله مراتب، ښه همعږې او د کارونو په خپل وخت ترسره کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
د ننګرهار دکرنې رييس د اراضي او کډسټر ټولو کارمندانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته يي کړه، چې د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه باید ښه همغږۍ ولري، سلسله مراتب باید مراعات او د خپلو امرینو اطاعت وکړي، ده زیاته کړه چې د اماراتي املاکاتو ساتنه په ټولو هېوادوالو فرض ده او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې په خپل سر اماراتي املاکات غصب کړي. 
بايد وويل شي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د اراضي رياست د کرنې وزارت سره يوځای شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS