د اوږده عمر لپاره سره مرچ؛ کندهار کې یې حاصلات ډېر شوي

content_admin
Mon, Dec 14 2020 1:30 PM
د اوږده عمر لپاره سره مرچ؛ کندهار کې یې حاصلات ډېر شوي

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو سبو او ترکاریو ترڅنګ د سره مرچو کروندې هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتیږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې د کندهار ولایت خاوره د هر ډول سبو او ترکاریو لپاره مناسبه ده، په همدې موخه په دې ولایت کې د ګڼو نورو ترکاریو او سبو ترڅنګ د سرو مرچو کروندې هم کال تربلې زیاتیږي.
ښاغلی سیدي وایي، چې د کندهار د ولایت په کچه په نږدې درې زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د سرومرچو کرکېله کیږي، چې ددغو کروندو د وچو سرو مرچو ټولیزه کچه څه باندې دوه زره ټنو ته رسیږي.
سید حفیظ الله سیدي وایي، چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې سره مرچ کرل کیږي، خو ددې ولایت په ارغستان، بولدک، دامان او معروف ولسوالیو کې د سرو مرچو کروندې تر نورو ولسوالیو ډېر دي.
د کندهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې د مګړۍ ددې ولایت په بازارونوکې د یوه کیلو وچو سرو مرچو بیه ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ ده، چې ورسره کروندګرو ته ښه عواید په لاس راځي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS