۱۳۹۹یم مالي کال کې د پکتیکا د کرنې ریاست لویې لاسته رواړنې

mail-admin
Sat, Oct 17 2020 3:48 PM
۱۳۹۹یم مالي کال کې د پکتیکا د کرنې ریاست لویې لاسته رواړنې


۲۶ تله ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ودې او پراختیا په پار په ۱۳۹۹یم مالي کال کې یاد ولایت ته ۶۹ میلیونه او ۸۷۳ زره او ۵۴۷ افغانۍ پراختیایي بودیجه ځانګړې شوې وه، چې په بېلابېلو پراختیایي برخو له ډلې کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، اوبولګولو، دطبیعي سرچینو مدیریت، د غنمو او زعفرانو ننداریزې قطعې جړول، له حیواني او نباتي افتونو سره مبارزه، مصنوعي القاح له لارې د څارویو د نسل اصلاح او د کرنې او مالدارۍ د نویو لارو چارو د دودولو په برخه کې پراخ فعالیتونه تر سره شوي دي.
دغه ریاست تر دې دمه د خپل پراختیایي بودیجې شاوخوا ۸۵ سلنه لګولې ده، چې ۵۰۰ کسان په نېغه او څه باندې ۱۱ زره کسان په نانېغه توګه له دغو فعالیتونو برخمن شوي دي.
کروندګرو او بڼوالو لپاره یوزر او ۶۰۰ جریبه بېلابېل مېوه لرونکي او ۲۵ جریبه متراکم بڼونه جوړول، د اوبولګولو په برخه کې بزګرانو ته په عملي ډول لارښوونې، د مالدارۍ په اوو اسټیشنونو کې مصنوعي القاح تر سره کول، څارویو ته د بروسلوز واکسین کول او د حیواي او کرنیزو درملتونونو څارنه په ۱۳۹۹یم کال کې ددې ریاست نورې کړنې دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS