کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول
۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په بدل کې او د بېوزلو کورنیو د ملاتړ په موخه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه پروژه د جین جاپان په مالي ملاتړ او د JENHO همکارې مؤسسې په تخنیکي تطبیق، د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت د عمومي مدیریت تر چتر لاندې پلې شوې ده.
د مرستو د وېش په بهیر کې له ۵۵۲ ګټهاخیستونکو کسانو څخه ۳۳۲ تنه د کار په بدل کې او ۲۲۰ تنه د بېوزلو او مستحقو کورنیو له ډلې وو، چې د پروژې له مخې ورته خوراکي کیټونه ووېشل شول.
د یادې پروژې په ترڅ کې د نرنګ ولسوالی په اړوندو سیمو کې ۱۵ کیلومتره د اوبو لګولو کانالونه پاک او ۲۱۰ متره کانالونه ساختماني ورغول شول، چې له امله به یې د کرنیزو ځمکو د اوبهخور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه شي.
د مرستو او پروژې د فعالیتونو په مراسمو کې د کونړ د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر مولوي زبیر سیدي، تخنیکي مشاور سید حفیظالله سیدي، تخنیکي او مسلکي کارکوونکو، د JENHO مؤسسې عمومي اجرائیوي رییس او د ختیځ زون مسؤلینو، د نرنګ ولسوالۍ مرستیال ولسوال، د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کونړ د کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار د JENHO مؤسسې له ترسره شویو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ له امله یې مننه وکړه. نوموړي د اوبو د ارزښت، د اوبو د سالم مدیریت او د اوبولګولو کانالونو د ساتنې او حفظومراقبت په اړه ولسي خلکو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
په همدې حال کې، د JENHO دفتر د ختیځ زون مسؤل شوکت علي زاخلیوال د پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د پروژې د موخو له مخې د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو ځمکو د اوبهخور د وضعیت د ښه والي لپاره عملي چارې ترسره شوې دي.
د غونډې په پای کې د نرنګ ولسوالی مرستیال ولسوال د پروژې د اغېزمنتیا او د اړمنو کورنیو او کروندګرو د ملاتړ په موخه د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او غونډه یې په دعایي کلماتو پای ته ورسوله.
د «خوړو د خوندیتوب او اوبو لګولو کانالونو د بیارغونې» پروژه د دې لپاره پلې کېږي، چې له یوې خوا د اړمنو کورنیو د خوړو خوندیتوب ته مرسته وکړي او له بلې خوا د اوبولګولو کانالونو د پاکولو او بیارغونې له لارې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د لاسرسي زمینه ښه کړي. د کار په بدل کې د خوراکي توکو وېش هم له اړمنو خلکو سره د لنډمهاله معیشتي ملاتړ ترڅنګ د عامه بنسټونو په بیارغونه کې د هغوی د ونډې اخیستنې زمینه برابروي.
در ولایت کنر برای ۵۵۲ تن در بدل کار مواد غذایی توزیع و ۱۵ کیلومتر کانال آبیاری بازسازی شد
۳۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ربیعالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در چارچوب پروژه «مصونیت غذایی و بازسازی کانالهای آبیاری»، برای ۵۵۲ تن مستحق در ولسوالی نرنگ ولایت کنر، در بدل کار و به منظور حمایت از خانوادههای نیازمند، مواد غذایی توزیع شد.
این پروژه با حمایت مالی جین جاپان (JEN Japan) و همکاری تخنیکی مؤسسه JENHO، تحت مدیریت عمومی آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کنر تطبیق شده است.
در جریان توزیع کمکها، از میان ۵۵۲ تن مستفیدشونده، ۳۳۲ تن در بدل کار و ۲۲۰ تن از خانوادههای فقیر و مستحق بودند که مطابق این پروژه، بستههای غذایی دریافت کردند.
همچنان در جریان این پروژه، ۱۵ کیلومتر کانالهای آبیاری در مناطق مربوط ولسوالی نرنگ پاککاری و ۲۱۰ متر کانال نیز بهگونه ساختمانی بازسازی شده است که با تکمیل آن، در آبیاری زمینهای زراعتی سهولت ایجاد شده و میزان ضایعات آب کاهش خواهد یافت.
در مراسم توزیع کمکها و ارائه گزارش فعالیتهای پروژه، مولوی زبیر سیدي، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت کنر، سید حفیظالله سیدي، مشاور تخنیکی، کارمندان تخنیکی و مسلکی، رئیس اجرائیوی عمومی مؤسسه JENHO و مسئولان این مؤسسه در زون شرق، معاون ولسوال نرنگ، کارمندان مدیریت خدمات زراعتی و شماری از بزرگان قومی حضور داشتند.
در آغاز این مراسم، مشاور تخنیکی و مسلکی ریاست زراعت کنر از فعالیتهای انجامشده توسط مؤسسه JENHO ابراز خرسندی کرده و از همکاری این مؤسسه قدردانی کرد. وی همچنان در مورد اهمیت آب، مدیریت درست منابع آب و حفظ و مراقبت از کانالهای آبیاری، رهنماییهای لازم را به مردم ارائه کرد.
در همین حال، شوکت علی زاخلیوال، مسئول زون شرق دفتر JENHO، معلومات تخنیکی در مورد فعالیتها و دستاوردهای این پروژه ارائه کرده و گفت که براساس اهداف پروژه، اقدامات عملی برای بهبود مصونیت غذایی و وضعیت آبیاری زمینهای زراعتی انجام شده است.
در پایان، معاون ولسوال نرنگ از مؤثریت این پروژه و فعالیتهای انجامشده در راستای حمایت از خانوادههای نیازمند و دهقانان قدردانی کرده و مراسم با دعای خیر پایان یافت.
پروژه «مصونیت غذایی و بازسازی کانالهای آبیاری» با هدف حمایت از مصونیت غذایی خانوادههای نیازمند و از سوی دیگر، بهبود دسترسی زمینهای زراعتی به آب از طریق پاککاری و بازسازی کانالهای آبیاری تطبیق میشود. توزیع مواد غذایی در بدل کار، ضمن فراهمسازی حمایت معیشتی کوتاهمدت برای افراد نیازمند، زمینه مشارکت آنان را در بازسازی زیربناهای عامه نیز فراهم میکند.
