د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

mail-admin
Wed, Aug 12 2026 4:12 PM
دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډې کمېسیون د ایراني لوري له رییس غلامرضا نوري قزلجه او ورسره مل پلاوي سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې یې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.                                 په دې لیدنه کې د افغانستان له لوري د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان او د اراضۍ ریاست رییس مولوي محمود مظلوم؛ او د ایران له لوري د کرنې جهاد وزارت مرستیالې مریم جلیلي مقدم، د څېړنو او روزنې سازمان مرستیال غلامرضا گل‌محمدي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي او د دواړو هېوادونو د کرنې او مالدارۍ د سکټور یو شمېر مسؤولینو ګډون کړی و. د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري له ایراني پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله اړیکو او همکاریو په یادولو سره، په ایران کې د تېرو پېښو او جګړو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغانستان په سختو شرایطو کې د ایران د ملت او دولت ترڅنګ ولاړ دی. مولوي عطاءالله عمري د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ظرفیتونو ته په اشارې سره، د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو ماشینونو، نباتي او حیواني روغتیا، مالدارۍ، لبنیاتو، حیواني خوراکي توکو، کرنیزو څېړنو، اوبولګولو او د ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه همدارنګه وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوي دې د تېرو ناستو د ۱۶ هوکړو او ژمنو پر عملي کولو کار پیل او د هغو د پلي کېدو زمینه برابره کړي. ورپسې د ایران د کرنې جهاد وزیر د افغانستان او ایران پر تاریخي، فرهنګي، ژبنیو، اقتصادي او جغرافیایي اړیکو په ټینګار سره، د کرنې په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. په دې لیدنه کې له افغانستان څخه ایران ته د وزې او وری د تازه غوښې پر صادراتو او له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو د غوښې، هګیو او چرګوړي پر صادراتو هم خبرې وشوې. دواړو لورو د شته ظرفیتونو پر کارولو او د دواړو هېوادونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ. غلامرضا نوري قزلجه وویل، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د حیواني روغتیا، غوښې او هګیو، درملو، کرنیزو ماشینونو او وسایلو، کب‌روزنې، اوړو، خوړو خوندیتوب، زده‌کړو، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او اوبولګولو په برخو کې همکاري وکړي. هغه همدارنګه د افتونو او ناروغیو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د حبوباتو او اوړو د برابرولو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس، د پوهې او کرنیزو ماشینونو د لېږد او د خوندي خوړو د برابرولو په برخو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغو همکاریو پراختیا کولی شي د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.                                 د یادونې وړ ده، چې د ایران د کرنې جهاد وزیر او ورسره مل پلاوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په بلنه، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نړۍوال نندارتون کې د ګډون او د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤولینو سره د لیدنې او خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS