پکتیا کې یو شمېر زده کړیالانو ته د لابراټوار په برخه کې د عملي او نظري زده کړو پروګرام پیل شو

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 12:45 PM
پکتیا کې یو شمېر زده کړیالانو ته د لابراټوار په برخه کې د عملي او نظري زده کړو پروګرام پیل شو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځی د حیواني علومو څانګې ۲۵ تنه زده کړیالان د عملي زده کړو (پرکتیک دورې) د ترسره کولو په موخه د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته معرفي شوي دي.
د دغو زده کړیالانو عملي او نظري زده کړې د یاد ریاست د څارویو روزنې او روغتیايي چارو آمریت له لوري په رسمي ډول پیل شوې دي.
د روزنیزې دورې په جریان کې محصلینو ته د لابراټوار په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې عملي او نظري زده کړې وړاندې کېږي، چې پکې د لابراټوار مدیریت، د لابراټواري وسایلو پېژندنه او کارونه، د بېلابېلو ناروغیو اړوند ازموینې (ټیسټونه)، د حیواناتو د ناروغیو تشخیص، د نمونو اخیستل او نور اړوند تخنیکي مهارتونه شامل دي.
محصلینو د یادې دورې په ترڅ کې فعاله ونډه اخیستې او توانېدلي دي، چې د لابراتوار په مهمو برخو کې اړینه علمي پوهه او عملي تجربه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز پروګرام د پکتیا پوهنتون او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د ګډې همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې د اتو اوونیو لپاره دوام لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS