کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه
۸ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤلینو له لوري د یادي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کي د ځنګلونو پریکولو مخنیوي، ساتني او پوهاوی په موخه څارنه کړې، چې په ترڅ کې یې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلونو پریکولو مخنیوي، ساتنې او ارزښت اړوند پوهاوی ورکړل شو.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوې، ترڅو د سیمې اوسیدونکي د طبیعي شتمنیو په ارزښت پوه شي او په ساتنه کې یې جدي ونډه واخلي. مسؤلینو وویل، چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ورنه کړي او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د بولدک او پنجوایي ولسوالیو ترڅنک د کندهار په نورو ولسوالیو کي هم د ملي شتمنیو ساتنې په موخه دې ته ورته کمپاینونه ترسره کېږي، ترڅو په راتلونکي کې یې منظم مدیریت ترسره شي.
