د پکتیا مرکز ګردیز کې د صادق خېلو سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

content_admin
Tue, Dec 10 2019 2:59 PM
 د پکتیا مرکز ګردیز کې د صادق خېلو سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۹ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو کلی د صادق خېلو سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره د سلا کار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
د یاد سربند او کانال د بنسټ اېښودو په مراسمو کې سلاکار وزیر او د پکتیا والي شمیم خان ګتوازی د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان دولت د اوبو د مهارولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د اوبو د مهارولو په برخه کې نورې ګټورې پروژې هم پلي کیږي.
د پکتیا والي د اوبو مدیریت د بنسټیزو کارونو په برخه کې ارزښتناک لومړیتوب وباله او د پکتیا ولایت مشرانو په دې غونډه کې د کرنې وزات ددې کړنې په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وویل، چې د ابراهیم خېلو کلی د صادق خېلو سربند سره یوځای د۶۵۶ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.
ښاغلی مومند وویل، چې یاد جوړېدونکی سربند ۵۰ متره اوږدوالی او ۲۶ متره سور لري او دغه راز جوړېدونکی کانال هم ۶۵۶ متره اوږدوالی او ۱.۲ متره سور لري.
د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۱۶ میلیونه او ۹۵۴ زره او ۹۰ افغانۍ ده، چې په جوړېدو سره یې دوه زره او ۲۵۰ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او زرګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي، د روغولو چارې په یې په یوه کال کې بشپړ شي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یاد کانال او سربند د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS