د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بغلان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

mail-admin
Mon, Jun 16 2025 3:52 PM
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بغلان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

٢٦ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
١٩ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف او ورسره مل پلاوى د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د غنمو د پېرلو د مرکزي همغږۍ کمېټې د دندو د اډانې په ترڅ کې ترسره شو، چې په همدې موخه مولوي ضیاءالدین واقف د غنمو د بیو ارزونه، د طرزالعمل د شفاف تطبیق ډاډ، د مرکز او ولایتونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول، د مالي اسنادو ترتیب، او د غنمو پلورونکو ته د پیسو لېږد په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ. 
ښاغلي واقف د بغلان ولایت د کرنې ریاست رٸيس مولوى عبدالکريم حذيفه، د کرنېزو چارو آمر مولوى شاه محمود ترابىسره په یوه ګډه ناسته کې ګډون وکړ، چې پکې د بیې ټاکنې کمېټې غړو هم حضور درلود. په ناسته کې د بغلان د کرنې ریاست ډاډ ورکړ چې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر به د منظور شوي طرزالعمل له مخې عملي کېږي، او یاد ریاست به له پلورونکو سره د مالي اسنادو د ترتیب او تادیاتو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.


سفر رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت به ولایت بغلان جهت بررسی روند خریداری گندم مازاد دهاقین
٢٦ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
به منظور بررسی روند تطبیق طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بغلان سفر نمود.
در چارچوب وظایف کمیته هماهنگی مرکزی خریداری گندم، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، به هدف بررسی نرخ‌ها، حصول اطمینان از شفافیت در روند تطبیق طرزالعمل، هماهنگی میان مرکز و ولایات، ترتیب اسناد مالی و انتقال مبالغ به فروشندگان، به ولایت بغلان رفته و در جلسه‌ای مشترک با مولوى عبدالکريم حذيفه ریيس زراعت و مولوى شاه محمد ترابى آمر امور زراعتى این ولایت اشتراک نمود.
این جلسه با حضور هیئت نرخ‌گیری و مسٶلين ریاست زراعت ولایت بغلان، برگزار گردید. در این دیدار، ریاست زراعت بغلان اطمینان داد که روند خریداری گندم مازاد مطابق طرزالعمل تصویب‌شده اجرا خواهد شد و این ریاست همکاری همه‌جانبه در زمینه طی مراحل اسناد مالی و تادیات با فروشندگان خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS