لغمان کې د کوکنارو بدیل معیشت په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دائر شو  

mail-admin
Thu, Feb 27 2025 9:34 AM
لغمان کې د کوکنارو بدیل معیشت په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دائر شو  

په لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست له لوري درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو، چې پکې د کرنې ریاست کارکوونکو ترڅنګ، د اقتصاد، چاپېریال ساتنې، امنیې قومندانۍ، اوبو او انرژۍ ریاستونو او غیر دولتي مؤسسو استازو ګډون کړی و.  
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د نشه‌یي توکو زیانونه، د بدیل معیشت طرحه او لاسته راوړنې، د بدیلو پروژو پروپوزلونو ترتیب او د کوکنارو د کښت بدیل موندلو اړوند موضوعات تشریح شول.  
د ورکشاپ د پای مراسمو ته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي عبدالستار محمد هم ورغی، چې د دغه پروګرام د تطبیق هرکلی یې وکړ او د کرنې وزارت له راغلي پلاوي یې مننه وکړه.  
نوموړي د نشه‌یي توکو زیانونه د اسلامي شرعیت له نظره روښانه کړل او ټینګار یې وکړ، چې د کوکنارو د کښت مخنیوي لپاره به کروندګرو ته نور عامه پوهاوي پروګرامونه هم پلي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS