پکتیا کې ۵۲ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي

content_admin
Sat, Nov 16 2019 3:19 PM
پکتیا کې ۵۲ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي

۲۵ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیا په شواک ولسوالۍ کې ۵۲ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۱۰۰ قطعه یې فارمونه جوړیږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۵۲ بېوزله کورنیو پر هرې کورنۍ د چرګانو روزنې اړوند توکي، چې په کې «۱۲دانه خوره، ۱۲ اب خورې، یوه دروازه او ۱۵ متره جالۍ» شامل دې وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکي کې په پر دغو کورنیو پر هرې کورنۍ به ۱۰۰ د هګیو چرګان هم ووېشل شي.

ددې پروژې له پلي کولو څخه موخه په پکتیاولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS